د فرانسې جمهور رييس: د بیت المقدس په هکله د ټرمپ له پرېکړې سره مخالف یو

د فرانسې جمهور رييس ایمانوېل مکرون د اسرائيلو لومړي وزير نتانیاهو ته په مخامخ لیدنه کې ويلي، چې د بیت المقدس په هکله د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له پرېکړې سره مخالف یم.
په هغه خبري ناسته کې، چې د ایمانوېل مکرون او اسرائيلو د لومړي وزير نتانیاهو په ګډون جوړه شوې وه، د فرانسې جمهور رييس مکرون پر دې ټينګار وکړ، چې پاریس د امریکا له دې پرېکړې سره مخالف دی، چې بیت المقدس دې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژندل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د حل لاره دا ده ، چې دواړه غاړې مخامخ مذاکراتو ته راوګرځي.
نتانیاهو بيا ويلي: که چېرې فلسطینیان په واقعي توګه درک کړي، چې بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه ده، سوله (!) به راشي.
مکرون د امریکا دا پرېکړه، چې بیت المقدس په رسميت پيژني او سفارت به هم هلته انتقال کړي، د خواشینۍ وړ بللې او په دې هکله يې پر خپلې ژمنتیا باندې ټينګار وکړ، چې په بیت المقدس کې به دوه دولته رامنځته کيږي.