
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د امریکا له لوري د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس منل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د ملګرو ملتونو اعتبار یې زیانمن کړ.
د انادولې خبري آژانس د خبر له مخې ترکیه او فرانسه غواړي، چې امریکا دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
اردوغان وایي، امریکا په دې کار سره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۴۷۸ ام پرېکړه لیک چې په ۱۹۸۰ مېلادي کال کې تصویب شوی و او په دغه سازمان کې د امریکا استازي لاسلیک کړی و، نقص کړ.
ده ویلي، هغه پرېکړو ته چې ددغه سازمان غړي یې کوي ارزښت نه ورکول ناممکن دي. نوموړي ویلي، هېڅوک حق نه لري، چې تر قانون ځان لوړ وبولي.