
د عربي هېوادونو سازمان له امریکا غوښتي، چې د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي.
د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د مصر په پلازمېنه قاهره کې سره راټول شوي او د امریکا پر دغه پرېکړه یې غبرګون ښودلی.
له دغه سازمان څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې امریکا دې په خپلې دغه پرېکړې له سره غور وکړي او اسرائیل دې وهڅوي، چې د ملګرو ملتونو هغه پریکړه لیک ته چې ۱۹۶۷ کال کې تصویب شو، درناوی وکړي او د فلسطین اړوند سیمو اشغال ته د پای ټکی کېږدي.
دغه سازمان د بیت المقدس په اړه د امریکا پرېکړه ناسمه او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده.