
ښه مې په یاد دي زموږ د کلي په مسجد کې یو مشر پورته شو او په خبرو یې شروع وکړه.
آی کلیوالو مشرانو او ځوانانو دا څه حال دی، تاسې څه ته انتظار یې؟
هره ورځ موږ وژل کیږو، ځورول کیږو، په هره هفته کې زموږ ستاسې په کورنو یو ځل چاپه لویږي، تورسرې بې عزته شوې، موږ چوپه خوله پاتې یو.
اخیر ولې؟
د مسجد په یوه څنډه کې یو ځوان په لوړ اوز چغې کړل، مشرانو دا ټول ستاسې له لاسه تاسې مخته شئ موږ درپسي یو.
د کلي ملک شیرخان ځوان ته بد، بد وکتل ځوان په ځای کیناسته او ملک پورته شو.
بسم الله الرحمان الرحیم.
د محترم جهادي قومندان اختر محمد او د محترم ملا صاحب شاپور د ټولو مشرانو په اجازه.
اول خو تر ټولو مخکې حاجي ګلاب خانه تاته وایم، چې دا زوی ته دې نصحت وکړه، که بیا یې د مشرانو په مخ کې دومره تیزه خبر وکړه، په خوله کې به یې ټول غاښونه ورمات کړم.
ګلاب خان وویل ملک صاحب زوی مې ځوان دی، پوه به شي، د هغه په ځای زه بخښنه درنه غواړم.
ملک شیرخان یو څه ارام شو او وي ویل ګورئ مشرانو موږ تاسې نور چوپ نه کینو سر له همداوس د کفارو په ضد میدان ته راوځو، نور د اسلام او افغانستان دوښمنان دلته نه غواړو.
ټولو په یو غږ وویل ملک صاحب خوښه مو ده، اسلام زنده باد مرګ په کفارو.
په مسجد کې شور زیات شو مرګ او مرګ شعارونه تر ډیرو لرو سیمو ورسیدل.
ملا شاپور مسجد ته لاړ د مسجد په غږ باسونکي کې یې وویل ضروري اعلان د کلي ټول مشران او ځوانان دې سهار وختې مسجد ته ځانونه راورسوي.
د کلي خلک ټول حیران او په تشویش کې شول، چې دا څه خبره دی، چې سهار وختې مو مسجد ته غواړي.؟
سهار شو مسجد کې ځای نه کیده، د کلي ټول مشران او ځوانان ملک او څو مشرانو ته په انتظار ناست وو.
ملک شیرخان ته سهار وخته چا زنګ وهلی وو که خکلو صلاح په لاس کې واخیسته خیر مو نشته. ځکه هم ملک او ورسره نور مشران ناوخته راغلل د ملک له مخ او خبرو هرڅه معلومیدل، چې باید چوپ پاتې شو.
ملا شاپور وویل د کلي خلکو تاسې ته مو تکلیف درکړ، یوه مهمه موضوع وه، خو شکرالحمدالله حل شوه، که بیا اړتیا شوه ، تاسې ته به حال درکړو.
د ګلاب خان زوی بیا چغې کړل وه ملا صاحب تاسې خو د ماښام بل څه ویل دا څه رشخند دی چې په کلیوالو یې وهئ.؟
د ملک عصابو کار پريښود ځوان یې په بوټ ووشیت د ګلاب خان زوی د کلي مشرانو له ملک صېب خلاص کړ.
ګلاب خان زوی چې ډیر په غوصه وو کور ته لاړ او صلاح یې له ځان سره کړه او له کور ووت.
د کلي زړې کلا ته نږدې شو، همدلته د ملک شیرخان کور هم وو.
د ملک له کور یوه دنګه پیغله راووته د ګلاب خان په زوی محمد یې سترګي ولګیدي، محمد ډیر په غوصه وو.
د ملک لور رانږدې شوه او محمد ته یې وویل خیر شه خیرت دی.؟
چیرته ځۍ.؟
دا صلاح د څه لپاره.؟
محمد چې پلار ته یې ډیر په غوصه وه، د ملک لور ته وویل دوزخ ته ځم، دوزخ ته.!
هغې وپوښتل څه قیصه دی.؟
دا تاسې څه ډول خبري کړې.؟
محمد روان شو او په اخیر کې یې هغې ته وویل ماته بخښنه وکړه، که زه بیا راغلم نو ژمنه به پوره کړم.
او که شهید شوم ماته دعا کوه.!
د ملک لور له ښکولو او غټو سترګو اوښکي روانې شوي او په ژرا او چیغو یې ورته وویل مه ځه.!
مه ځه.!
ما چاته پریږدۍ.؟
محمد بیا ورغبرګه کړه، تا په الله سپارم د خدای پامان.
د ملک لور ورپسې همدا یوه ناره کوله مه ځه! آی محمده مه ځه.!
خیر ده راشه مه ځه.!
محمد خپل سفر ته دوام ورکړ او له کلي ووت.
ډیر وختونه تېر شول د حامد کرزي حکومت وو. واک افغان ځواکونو ته انتقال شو په ولایتونو کې تر پخوا ډیر امن رامنځ ته شو.
بمباری او په کورنو شپنې عملیات یعنی چاپه اچول بند شول، خو بیا هم په یو شمېر کلیو کې عملیات او بمباریو دوام درلود.
دغو جګړو ګن شمېر افغانان د غم په ټغر کیناول او اوس هم دوام لري.
د محمد کشر ورور یوسف نومیده یوسف د مکتب په یولسم ټولګي کې وو، ډیره هڅه یې وکړه چې خپل ورور محمد پیدا کړي خو بریالی نه شو.
یوسف ښونځۍ خلاص کړ د یوسف اکثره ملګرو پوهنتونونو ته کامیاب شول یوسف پاتې شو او قتصادي وضعیت یې هم ښه نه وو. چې شخصي پوهنتون یې ویلی وو.
یو ملګري یې مشوره ورکړې وه، چې ملي اردو ته لاړ شئ او هلته ځان جذب کړئ، هم به معاش ترلاسه کړئ او هم به ولس ته خدمت وکړئ.
یوسف همداسې وکړل ملي اردو کې ځان شامل کړه، په کم وخت کې لوی افسر ترې جوړ شو، د ډیرو سرتیرو مشر وټاګل شو.
په ډيرو جګړو کې یوسف برخه واخیسته ، د مور په دعا او د الله په مرسته وژغورل شو.
یوه ورځ یوسف ته اطلاع راغله چې د کلي په کڅ سیمه کې وسله وال کسان لیدل شوې دي.
یوسف او ملګري یې په ډیري چټکۍ سره هلته ځانونه ورسول.
سیمې ته له رسیدو سره جوخت د هغوي په موټرو ډزي پيل شوې.
د دواړو طرفونو له خوا د الله اکبر او تکبیر کلمو زور واخیست.
حتی دومره په لوړ عږ یې د الله اکبر او تکبیر کلمې ویلي چې د ډزو غږ پکي ورک شو.
له چپ طرفه راکټ راغی د یوسف د موټر ترڅنګ ولګیده. یو ځل بیا جګړه ګرمه شوه، دواړو لورو له ډزو سره الله اکبر ، الله اکبر او د تکبیر کلیمه تکراروله.
ناڅاپه د موټر څنګه ته یوسف په ځمکه ولویده، د یوسف یو ملګري غږ وکړ،
اتله یوسف ولګیده.!
اتله یوسف ولګیده.!
هله مرسته ورسره وکړه.!
ژر شه ورشه مرسته وکړه.!
له درې ساعته جګړي ورسته جنګ ارام شو د یوسف په ګډون پنځ نفره د ملي اردو په حق رسیدلي وو. او څلور کسان په سیمه کې د وسله والو پاتې وو.
د یوسف کورنۍ ته د ملي اردو مرستیال زنګ ووهه، تلیفون ښځې پورته کړ.
هلو هلو څوک یې.؟
مرستیال ځان ورمعرفي کړ، هغې ورته وویل زویه څه قیصه دی.؟
زه د یوسف مور یم، څه خبره ده، یوسف زوی مې چیرته دی، شه خو به وي.؟
مرستیال یې د زوی د مرګ په اړه ورته نه شو ویلی، د زړه په زور یې ورته وویل مورجانې ستا زوی او زموږ ورور یوسف په حق ورسیده همداوس یې کلي ته دروړ.
چیغه شوه ، د یوسف مور له برنډۍ ښکته ولویده، د ځان په غم نه وه، د هغې سر څو ځایه مات شوې وو.
ګلاب خان او لورګانې یې برندۍ ته ورمنډي کړل، د یوسف مور ښکته له برنډۍ پرته وه او همدا یو څو کلمې یې تکرارولي.
یوسفه ، وه یوسفه چیرته یې ؟
دا په موږ څه ټکه راولویده؟
یوسفه زویه، وه یوسفه زویه،
مور دې چاته پريښوده؟
وه خدایه د یوسف زوی مې ناوې ښځه پاتې شوه، یوه میاشت ورسته یې واده وو ظالمانو راته شهید کړ.
د شهید کلمه یې چې پلار ګلاب خان او لورګانو واریده چیغو او نارو نور هم زور واخیست.
د یوسف په کور کې چیغوو او ژړاګانو ټول کلی په سر اخستی وو.
د یوسف کوږدن ته د هغې کوچنۍ ورور ویلي وو چې ټول خلک وایې چې یوسف شهید شوی دی.
د یوسف کوږدن د کالیو په پریولو ، منځلو مصروفه وه، کله یې چې د یوسف د مرګ خبر واوریده په ځمکه ولویده ، د نرګیس مور په لوړ غږ نارې وهلئ مرسته ، مرسته وکړئ لورکۍ مې د زړه تکلیف لري، مرسته وکړئ.
وه خدایه په لورکۍ مې څه ټکه راولویده.؟
نرګس نوره هغه پخوانۍ نرګس نه وه، له خوله یې لاړې ، سځګونه ووتل او د تل لپاره ویده شوه.
یو ځوان له کلي محمد ته زنګ ووهه ، هلو هلو محمده په هغه کمین کې چې تاسې نیولی وه، ستا ورور یوسف هم وجود درلود او په حق رسیدلی دی.
محمد وویل څه، څه هغه مخامخ چې ما پرې ډز وکړ هغه یوسف وه؟
کليوال ځوان وویل هو.
محمد چغې کړل دا ما څه وکړل؟
ما خپل ورور وویشت؟
یوسفه وروره تا حالته څه کول؟
نه نه دا امکان نلري، زه خپل ورور نه شم ویشتی!
محمد د کلي یو بل ځوان ته زنګ ووهه، هغه هم همدا خبره وکړه یوسف په حق رسیدلی دی.
محمد د غرونو په منځ کې په لوړ اوز چغې وهلی وروره زه ستا قاتل یم؟
ما څه وکړل؟
مور او پلار ته اوس په کوم مخ ورشم؟
هغه ځوانه وریندار به اوس څه کړي؟
محمد ژړل او ځان ته یې د قاتل جمله ویله!
زه قاتل یم.
زه قاتل یم.
د محمد د ملګري له سترګو اوښکې روانې شوې او وي ویل بس دی، بس دی نوره کیسه نه شم کولی.
لیږ ارام شو او بیا یې په لوړ غږ وویل آی خلکو خدای فرمایي: من قتل نفسا بغیرنفس اوفسادفي الارض فکانماقتل الناس جمیعا.
ترجمعه: یو چا چې یو نفس د وینې له بدلې او ځمکه کې د فساد د خپرولو څخه بغیر وواژه لکه ټول انسانان یې چې وژلی وي.
خدای ته وګورئ نور خپل وروڼه مه وژنئ!
مه یې وژنئ!
مه یې وژنئ!
پای