د پکتیکا ګومل په لوی لاس پاکستان ته تسلیمېږي

پاکستان له کلونو را په دیخوا تل دا هڅه کړې چې د افغانستان خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي.

موده وړاندې مو په خپلو لاسونو د پکتیکا برمل ولسوالۍ پاکستان ته تسلیم کړه.
هلته تر نیمایې زیات هرڅه د دوی په کنټرول کې دي. په ښوونځیو کې پاکستانی نصاب تدریس کیږي، تر شپیته اویا فصده خلکو ته یې شناختې کارډونه توضیع کړې دي.

موږ هغه وخت کې هم غږ اوچت کړ خو چارواکو نه منله، برمل ته مو سفر وکړ په اسنادو مو ثابته کړه چې هلته پاکستان سخت کار شروع ده خو چارواکو ویل چې دا کسان دروغ وایي او په ویاړ یې دا خبري ردولي.

له پاکستاني نصاب نیولي بیا تر شناختې کارډ او تر ټولو د خلکو په فکر یې داسې کار کړی وو چې دوی خپله دیته لیواله وو.

ای ایس ای په میلیونونو پیسې او امکانات په کار اچولي ترڅو دا سیمې تر خپل نفوس او کنټرول لاندې راولي ولې زموږ این ډي ایس او نورې ادارې کرار ناست او ویده دي.
اوس یو ځل بیا پاکستان غواړي د ګومل ولسوالي اکثره سیمې تر خپل کنټرول لاندې کړي همداوس یې اغزن تار پیل او په پوستو جوړولو لګیا دي.
 
موږ پکتیکا میشت ولسونه د حکومت له لوړپوړو چارواکو جدي غواړوو چې د پاکستاني ملیشوو د کار مخه ونیسئ. که دا کار نشۍ کولای د خلکو ملتیا وکړئ اوس هم د خروټو قوم ځوانان او مشران یاده سېمه ساتې او نه پریږدې چې پاکستاني ملیشي اغزن تار او پوستې جوړې کړي.