تر کله جګړه؟

د جګړي دواړو خواوو ته افغانان وژل کیږي؛
دلته زما او ستا مور بوره کیږي، زما او ستا خور کونډه کیږي او زما او ستا بچی یتیم کیږي.
تاسې د هغو خویندو او ماشومانو له حال خبر یئ چې بورې شوې دي؟

د هغو ماشومانو له ژوند خبر یې چې بې پلاره شپه او ورځ تیروي او په شپو شپو یوه ګوله ډوډۍ نه شي خوړی؟

ایا دهغوی د ژوند پوښتنه مو کړي دی؟
هیڅ کله نه او که خبر یې بیا نو ولې زهر نه خورئ؟ ستاسې له لاسه، ستاسې د وحشي جګړي له لاسه او ستاسې د پردې ټوپک له لاسه د هغوی ژوند وران شو.

اوس هغوی هیڅ هم نه لري، شپه او ورځ یې له ژړا او غم سره مل وي.

موږ قرباني د څه لپاره ورکوو؟

که طالب مري او يا افغان سرتیري ګټه یې چاته رسیږي، تاسې په دې پوهیږئ؟

که پوهیږئ نو ولې غږ نه پورته کوئ؟

ایران، پاکستان، روس، چین او هند څه غواړي؟

جګړه چا ګرمه ساتلي دی؟

ولې موږ له ککرۍ کار نه اخلو؟

نور بس کړئ، طالبه وروره راشه پردی ټوپک دې نور په ځمکه کیږده، حکومته نور مستقل شه، د جان کیري په خبرو پسي سر مه کرځئ، د اساسي قانون خاوندان یو، ولې خپل پریکړه په خپله نه کړو؟

لیږ په دې بې وزله ولس رحم وکړئ!
نور مو مه وژنئ!
جنګ بس کړئ!
نور بس دی
بس دی
تر کله جګړ؟