هغوی چې د سولې پرلتونو مخالفت کړي

په حقیقت کې له الله ج او د هغه له خوږ پیغمبر سره مخالفت کړي،خو په ځان خبر لا نه دي، لاندې یې ولولئ.

په قران کریم او احدیثو کې په سوله ډیر ټینګار شوی او مومینان یې د سولې، عدالت او ورورولي خواته هڅولي دي.
(وَالصُّلْحُ خَيرٌ )
ژباړه : په سوله کې خیری، سوله بهتره دی ( النساء / ۱۲۸)

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ – الأنفال / ۶۱
ژباړه: کچيري دوی (کفار )سولې ته چمتو وي نو ته هم سوله ورسره وکړه (اې محمده(ص))او په الله (ج) باندې توکل وکړه ،بېشکه چې الله(ج) ښه او ريدونکی او په هر څه خبر دی.

حديث شريف: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده الخ (بخاري دصلحې باب)
ژباړه :کامل مسلمان هغه دی چې نور يې دژبې اولاس له ضرر څخه خوندي وي .

وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَيهُمَا عَلَى الْأُخْرَى‏ فَقَتِلُواْالَّتِى تَبْغِى حَتَّى‏ تَفِى‏ء إِلَى‏ أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُواْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ(پاره۲۶سوره الحجرات ايه/۹)
ژباړه :که چيرې دمسلمانانو دوه ډلې په جګړه کې ښکېلې شي نو تاسو دهغوی ترمنځ سوله وکړئ.

اوس چې ولس پورته دی او د جګړي په ټولو خواوو غږ کوي، چې:
نور جګړه بس کړئ، راشئ سوله وکړئ،
دا نو کوم بد کار دی؟
ولې افغانان ووژل شي؟
ولې زما او ستا خور ، مور کونډه شي؟
ولې زما او ستا زوی، لور یتیمه شي؟
د جګړي امتیاز بل اخلي وژل کیږو موږ ولې؟
ولې زموږ ککرۍ کار نه کړي?
نو لطفآ همدا یې وخت دی، راپورته شئ د سولې غږ بدرګه کړئ، نور بس دی.  نور د غفلت له خوب پورته شئ، ترکله دا وضعیت او جګړه؟