
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر روسیې د نويو بندیزونو د لګولو امر کړی دی.
یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د دغه بندیزونو امر له هغه وروسته ورکړل شو، چې یو شمېر روسي شرکتونه غواړي د منع شویو وسلو په جوړولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سرګي لاوروف دغه ډول تورونه رد کړي وو، چې ګواکي روسي شرکتونه به د منع شویو وسلو په جوړولو کې مرسته کوي.
د دغه راکټونو پر جوړولو هغه وخت بندیز ولګېد، چې په ۱۹۸۷ کال کې میخائیل گرباچف له امریکا څخه لیدنه وکړه او دغه تړون یې لاسلیک کړ.