په افریکا کې د ملګرو ملتونو ۶۷ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افریکا په کانګو هیواد کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو د وسله وال برید په ترڅ کې ۱۴ تنه عسکر وژل شوي دي او ۵۳ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو سازمان یاده پیښه تاییده کړې ده او ویلي یې دي چې په پېښه کې ۵ تنه د کانګو هیواد اوسیدونکي سرتیري دي او نور یې د تانزانیا څخه دي.
ویل کیږي چې برید کوونکي وسله وال د ګاونډي یوګانډا هیواد څخه را اوښتي دي.
په کانګو کې د ۱۸ کلونو راپدیخوا ۲۱زره د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه میشت دي.