
د امریکایي بلک واټر کمپنۍ مشر اریک پرینس وایي چې د امریکا دولت باید د افغانستان کانونه وسپړي.
نوموړي یو ځل بیا د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نوې طرحه لیږلې ده او له نوموړي یې پکې غوښتنه کړې ده چې بلک واټر کولی شي د کانونو د استخراج کار تر سره کړي.
پرنس ویلي دي چې کانونه باید د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره وویستل شي او په دې برخه کې دې امریکایي شرکتونو ته زمینه برابره شي.
ده زیاته کړې ده چې چین غواړي په افغانستان او سیمه کې خپل اقتصادي نفوذ لا هم پراخ کړي چې په ترڅ کې یې غواړي د افغانستان کانونه هم راوسپړي خو امریکا باید له چین څخه دمخه لاس په کار شي.
د بلک واټر کمپنۍ یو ځل پخوا هم له امریکایي دولت څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان جګړه دي خصوصي جګړه مار سکټور ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې بلک واټر د جنګي جرمونو مخینه هم لري.