
د شمالي کوریا جمهور رييس کیم جونګ اون د ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې، چې بیت المقدس يې د صهیوني رژيم د پلازمېنې په توګه په رسميت پيژندلی ويلي، چې د اسرائيلو په نوم دولت نشته، چې بیا غواړي بیت المقدس يې پلازمېنه شي.
د شمالي کوریا جمهور رييس د خپلې وینا پر مهال، د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل محکوم او غندلي دي.
د شمالي کوریا او اسرائيلو تر منځ اړيکې ترينګلي دي او پیونګ یانګ تر اوسه اسرائيل په رسميت ندي پېژندلي او برعکس د فلسطین دولت په رسمیت پيژني.
د جدي پاملرنې خبره دا ده، چې د امنيت شورا د تیر کال په ډسمبر کې داسې یو پرېکړه لیک تصویب کړه، چې پر بنسټ يې د ۱۹۶۷ ز کال د جون میاشتې له ۴ مې نېټه نه مخکې کوم سرحدونه چې ټاکل شوي د بیت المقدس په شمول، بدلون تر هغې نشي راتلی، تر څو دواړه غاړې (فلسطينیان او اسرائيل) ورباندې موافقه وکړې.