
د پاکستان اکسپرس نیوز خبر ورکړی دی چې په راولپنډۍ کې د هند او پاکستان پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمینځ نښته شوې ده.
پاکستاني پوځ ادعا کړې ده چې لومړی هندي سرتیرو د ملکي خلکو د جنازې په کاروان برید کړی دی چې دوه تنه پکې وژل شوي دي او یوه میرمن پکې ټپي شوې ده.
له بلې خوا د پاکستاني سرتیرو په ډزو کې یو هندي سرتیری وژل شوی دی.
د هند او پاکستان پر پوله د دواړو هیوادونو د پوله ساتو سرتیرو ترمینځ وخت ناوخت نښتې رامینځته کیږي.