روسیه: سوریه په بشپړه توګه د داعش له منګولو آزاده شوه

د روسيې دفاع وزارت تيره ورځ په یوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې سوریه په بشپړه توګه د داعش له منګولو آزاده شوه.
د روسيې یوه لوړ پوړي چارواکي سرګيې رودسکوی په دې خبري ناسته ويلي: «د روسيې پوځ عملیات. د داعش د ماتې لپاره پای ته رسيدلي او د دغه هېواد ټوله خاوره د داعش له ولکې نه آزاده شوې.»
نوموړې زیاته کړې، چې په سوريه کې ميشت د روسيې ځواکونو د اوربند پر ساتنه تمرکز لري.
د یادونې ده، چې د پوتین په مشرۍ روسيه په خپل بهرني سیاست کې بریالۍ ښکاري، او په منځني ختيځ کې يې د امريکا پلانونه ور ګډوډ کړل.