روسیه: لوېدیځ بیت المقدس د اسرائيلو او ختيځ بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه ده

روسيې تیره ورځ په ډاګه کړه، که لوېدیځ بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه ده، روسیه ختيځ بیت المقدس بیا د فلسطین د پلازمېنې په توګه انګيري.
د العربیه خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د روسيې د جمهوري ریاست مانۍ کرېملین ویاند ديمیتري پېسکوف ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژندل، په منځني ختيځ کې وضع نوره هم پېچلې کړې او نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه يې پر دوه برخو ويشلي.
روسيې له فلسطینیانو او اسرائيلو غوښتنه کړه، چې د یو بل پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي.
د رېپوټونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت يوې سرچينې ویلي، چې د بیت المقدس په هکله د ټرمپ پرېکړه یو اړخيزه او د سولې له پروسې سره مرسته نشي کولی.
دغه سرچينې ټينګار کړی، چې روسيه لوېدیځ بیت المقدس د اسرائيلو او ختيځ بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه بولي.
د روسيې بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د فلسطینیانو او اسرائيلو مساله باید د اسنادو، د ملګرو ملتونو او امنيت شورا د قوانينو په رڼا کې حل شي.