
ټولنیزې اړیکې دیوې ټولنې دچارو په ښه کولو کې اهمترین رول لري،انسان یو ټولنیز موجود دی او د انسان ټولنیز کېدل دا تقاضا کوي، چې له نورو سره دخپلو اړیکو څرنګوالی وپېژني، اوهغه په سم ډول منظم اوترتیب کړي. ټولنیز ژوند ته تربل هرقوم اوهر دین اسلام ډېر ارزښت ورکړي او ټول مسلمانان یې دټولنیزو اړیکود ښه ترسره کولو ته راغوښتې دي. او هو ګرانو لوستونکو! لکه څنګه چې نن مونږ وینو دانټرنټ هره څانګه زمونږ دتولنې د تعصب ښکارندویې کوي، ساینسدانان مو پۀ عالم، انجنیر موپۀ ډاکټر، سیاستمدارن مو پۀ محصیل، او مولاصیب مو پۀ سیاستمدار…پسې عنادي اوعقدوي خبرې اوانتقادونه کوي، دا ټولنیز ژوند نه شي کېدلای اونه هم زمونږ داسلامیت له ثقافت څخه برخور ده ،د اسلام له نظره کامل انسان هغه څوک دی چې داسلامي اصولو په اساس ځان تربیت کړي او ورپسې دنورو په وړاندې پۀ خپل مسؤلیت بوخت شي، عالم مو پۀ ډاکټر، انجنر موپۀ مستري… تکیه وکړي اوهریو دخپل مسؤلیت په حوزه کې یوبل ته لاس ورکړي، له یوبل سره خپل ارتباطاط ښه کړي، یوبل ته دهمدردۍ،شفقت، لاسونه ورکړي هلته به یو اسلامي ژوند وی او ټول به خوشحاله اودیوي هوسا پرمختللې ټولنې شاهدان وه اوسو. هیڅ یوه ټولنه اویا محشره نشې کولای چې په هر ډول ښو شراېطو کښې په یواځېوالي کې دژوند دبقا وس پیداکړي ،ټولنه له یوبل سره په همدردۍ دژوند دښه والی معیار لوړولای شي. که چېرته مونږ په ټولنه کې دزغم اوبرداشت کلتورخپل کړو، له یوبل سره دعناد اوتعصب په ځاي له هغوئ سره دبخشنې اوعاطفې ماده په ځانو کې پیدا کړو، ښایې ډېرو ستونزو ته مو دپای ټیکی ایښي وي. دټولنیزو اړېکو ښه کېدنه او ښه جوړېدا لار اوغوره تشخیص درسول الله (صل الله علیه وسلم) پۀ همدغه حدیث عمل کول دی، اودغه حدیث دزړۀ پۀ سر لیکل دی 《وعن أَبي موسى رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم: ((المُؤْمِنُ للْمُؤْمِنِ كَالبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا)) وشبَّكَ بَيْنَ أصَابِعِهِ. مُتَّفَقٌ عَلَيهِ. ژباړه: حضرت ابو موسی اشعری (رضي الله عنه) نه روایت دی چې رســول الله (صــل الله علیه وسلم) فرمایلې دي: یو مؤمن دبل مؤمن لپاره داسي دی لکه آبادي، چې یوه حصه په بله حصه ټینګه وي، او دیوه لاس مبارک ګوتي یې دبل لاس پۀ ګوتو کښې کلکې ورکړي. (بخاري اومسلم). که پۀ رښتیا هم مونږ یوبل ته دورور ګلوی لاسونه ورکړل اوداسلام په ثقافت مو ځانونه سمبال کړل دا ژوند به راته دډېرو ښادېوو ور پرانیځي، نه به جنګونه وي او نه به ورور وژنه وي. که و ګورو دټولنیز ژوند دغه زرین اصول زمونږ اکثریت وروڼه تر پښو لاندې کوي، پۀ ځای ددې چې خپل مسلمان ورور ته لار ښودنه وکړي، هغه لاهم نور هم دبدو کړنو خواته بیایي، که د ټولنیز ژوند دغه اصول ټول خپل کړو، زۀ ډاډه یم چې داسي ټولنه به جوړه کړو چې هرڅوک به پکشې دهوسا او آرام ژوند څښتنان وه اوسو.