خانان به بیا سره خانان شي

دالبرټ انیشتین خبره ده چې څومره د بریالیتوب لپاره هڅه کوې ترهغه زیاته هڅه د ارزښت درلودلو لپاره وکړه ، دا خبره تردې را یاده شوه چې په دې ورستیو کشمشکونو کې مې ډیرځوانانو ولیدل چې خپل ارزښت یې د ترخو مولیوله ارزښت نه هم کم کړی.
په هره ټولنه کې ستونزې سیاسي اړو دوړ را منځ ته کیږي ،خو په افغانستان کې بیا دا کړه وړه عادي خبره ده، څو ورځې کیږي چې د لوې جرګې ، موقت حکومت او واک ته د کرزي د رسیدو خبرې ګرمې روانې دي ،خو دا موضوع وروسته له هغې لا ګرمه شوه چې یو شمیر کسانو چې زیاتره یې پخواني دولتي چارواکي وو، په کندهار کې پرحکومت نیوکې او اعتراضونه وکړل.
په عام ذهنیت کې دې غونډې ډیرغبرګونونه درلودل ،زیاتره کسان یې مخالف و خو یو شمیر نورویې ځانته بیل دلایل درلودل او ځانونه یې پرهمدې ډله ورحسابول . 
موږ باید په هر حالت کې له افراط او تفریط څخه ځانونه وساتو ،که چیرې افراط او یاهم تفریط وکړو له یوې خوا موپه ټولنه کې باور کمیږي او له بلې خوا دغه عمل عقدې زیږوي او فاصلې رامنځ ته کوي.
 زما منظور هغه ځوانان دي چې یو د بل په طرف دارۍ یو بل ښکنځي ،یو بل ته بد او رد وايي په ټولنیزو شبکو کې یو دبل خلاف لیکنې کوې او له یو بل سره په مخالفت کې ولاړ دي.
په ځانګړې توګه لوستي ځوانان ددې پرځای چې اخلاقي اصول ترپښو لاندې کړي ښه به دا وي چې خپل دلایل په اصولي ډول وړاندې کړي او د همدې دلایلو په اساس مقابل طرف وننګوي ، مقابل اړخ هم باید ورته دلیل وړاندې کړي او با پریږدې چې خلک قضاوت وکړي نه دا چې بد رد ، وویل شي ، تصویرونه فټوشاپ شي او یوبل ته سپکاوی وشي .
دا حالت بدلیږي ،سیاسي فضا په یو ه ډول نه پاتې کیږي ، نننی حالت باید د ځوانانو ترمنځ د سبا فاصلې رامنځ ته نه کړي داځکه چې همدا ځوانان دي چې دهیواد راتلونکی مسؤلیت ورله غاړې دی او دوی به ټول په ګډه دا بیړۍ ساحل ته رسوي .
د پیاوړي عالم البرټ انیشټین دا خبره هم ډیره د غور وړ ده چې وایي خپل سازته ګډیږه ، دې ته ورته متل مو په پښتو کې هم اوریدلی چې وایي   پردي ډول ته مه ګډیږه ددې مانا داده چې د خپل فکر تګلارې او منطق په اساس مخ ته ځه ، هره لاره چې نیسې باید ستا قناعت پرې حاصل شوی وی ، نه دا چې په ړندو سترګو پرته له کوم دلیل څخه په یو چاپسې داسې مزل وکړې  چې نه یې دموخې معلومات وي او نه مو قناعت حاصل شوي وی.
بل چاپسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد دلارې وګوره د شپون پرمخ
د ارواښاد پسرلي په دې بیت کې هم هغو کسانو ته اشاره شوې چې په پټو سترګو دنورو تقلید کوي او یا هم پرته له دې چې معلومات ولري په پټو سترګو یې دنورو شا نیولې وي ، په هر صورت زه دا نه وایم چې ټول ځوانان دغسې دی ،ځوانان حق لري په سیاسي بهیر کې ځانونه ورګډ او خپله سیاسي لاره وټاکي خو داسې نه چې یولوری سل په سلو جنتي او برحق بولي او نور ټول مقابل طرفونه دوزخیان بولی .
سیاست او سیاسي مبارزه په ښکنځلو ، یو په بل پسې په بدو ویلو ، تحقیراو رټلو نه کیږي ،  پوهې ،زغم ، حوصلې او تفکر، دسیاسي مبارزې اساس جوړوي .
په هر صورت چې ځوانان ډ ټولنې مهم قشر دي ، ځوانانو ته پکار نه دی چې په خپل منځ کې فاصلې رامنځ ته کړي ، بلکې دغه فاصلې لنډې کړي   سیاسي تګلاره د هرشخص خپل حق دي اما په ملي مسائلو کې باید ټول ځوانان همغږي او دهیواد لپاره خولې توې کړي .
خانان به بیا سره خانان شي
پکې په توی شي د رامبل چامبل ګلونه