
ا هغه مهمه پوښتنه ده چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې د مذاکراتو په ګډون نور ډېر اړخونه موږ ته روښانولی شي، خو په دې شرط چې د دغې پوښتنې ځواب په ذوقونو او شخصي سلیقو او باورونو نه وي ولاړ، بلکې دقیق او واقعي ځواب وي.
په دې کې شک نشته چې د وسله والو مخالفینو خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده ، ځکه هغوی عملاً د نورو په لمسون پر افغان ولس تپل شوې نیابتي جګړه له کوم ملي دریځ ، پلان او برنامې پرته پر مخ بیایي. هغوی نه کوم ملي هدف تعقیبوي او نه هم کوم معیار او ارزښت ته درناوی لري، بلکې یوازې د بهرنیو په لمسون او اشارو چې څنګه ورته ویل کېږي همغسې وژنې او جنایتونه ترسره کوي.
همدا سږ کال د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې موږ ولیدل چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې زموږ بې ګناه هېوادوال په ډېر وحشت شهیدان کړل. په روغتون کې بستر ناروغانو باندې یې برید وکړ. په جوماتونو کې یې په لمانځه او د خدای په عبادت ولاړ هېوادوال شهیدان کړل، د لویو لارو مساپر، د ښوونځیو زده کوونکي او نور عام هېوادوال شهیدان کړل.
په دې کې شک نشته چې هغوی د پردیو په خدمت کې هره ورځ خپل هېواد او هېوادوال بدبخته کوي، مګر حکومت او ولس نشي کولی چې د دوی دغو جنایتونو ته لاس تر زنې کېني. حکومت عموماً د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په دوه جبهو کې خپل مسوولیت ادا کوي چې یو د هېواد د دفاع سنګرونه دي چې زموږ مېړنې امنیتي او دفاعي ځواکونه په کې د وسله والو پر ضد جنګېږي.
دویم د سولې خبرې او مذاکرات دي. چې د سولې عالي شورا په دې برخه کې هم وسله وال مخالفین سولې ته هڅوي او هم له هغوی سره د خبرو او مذاکرو زمینه برابروي. حکومت ته ښايي چې له افغان وسله والو طالبانو سره د خبرو ادرسونه لا زیات کړي او له بېلابېلو لارو هغوی دېته وهڅوي چې له وحشت او جنایت څخه لاس واخلي او د یوې باورمندې او ډاډمنې پروسې له لارې د سولې بهیر سره یو ځای شي.
د وسله والو مخالفینو دبهرنیو ملاتړو رول هم هغه مهمه موضوع ده چې باید په هر ډول خبرو اترو کې ورته پام وشي. ددې ستونزې دحل لپاره دسیمې او ګاونډیو هېوادونو سره خبرې او پر ځانګړو معیارونو دپام وړ ده.
دوسله والو مخالفینو دملاتړ بل اړخ هغه نړیوالې ترهګرې شبکې او دنشه یي توکو مافیا او قبایلي وسله والې ډلې دي چې دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره دګډې مرستې په پایله کې به یې مرستې پرې او پر وړاندې به یې ګډه مبارزه وشي.
په دې توګه تر ټولو مهمه د وسله والومخالفینو ملاتړي دسولې په اړه په مخامخ خبرو اترو کې راګډول دي او وسله وال مخالفین باید دهغې پایلې په څرګنده توګه ومني او پر دې باید پوه شي چې له بهرنیو کړیو سره دهغوی یو ځای والی دسولې په خبرو اترو کې دهغوی رول څنګزنی کوي او که د خبرواترو پایلې دافغانستان دخلکو له ملي ګټو سره په ټکر کې وي، نو دمخالفینو سیاسي دریځ او موقف ته به ستر زیان ورسیږي، له همدې امله دتلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره یوازې دخبرو پیل بسنه نه کوي، بلکې دخبرو اترو منځپانګه او پایلې هم مهمې دي .
همدا لامل دی چې وایو د قضیي ښکیل اړخونه له مخالفینو نیولې تر مېرمنو اوکوچنیانو پورې چې له جګړو او ناامنیو زیانمنیږي، پر زور ډېره لږه تکیه کوي او زموږ امنیتي ځواکونه چې له دې نا امنیو سره مقابله دخپل سر په بیه تر سره کوي، په نظام کې ټولې سیاسي خواوې باید د سولې په چوکاټ کې تر پام لاندې ونیول شي.