
په کوریا ټاپووزمه کې د امریکا او جنوبي کوریا ګډې پوځي مانورې پیل شوې چې د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.
په یادو تمریناتو کې له ۲۳۰ زیاتې جنګي الوتکې او ۱۲ زره د امریکا سمندري پوځیان برخه لري.
شمالي کوریا نوموړي تمرینات پاروونکي بللي دي او ویلي یې دي چې له امله یې هره شیبه د اټومي جګړې امکان شته.
خو امریکا وايي چې یادې مانورې په کوریا ټاپووزمه کې د امنیت د ټینګښت په موخه تر سره کیږي.