د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف د یمن پر پلازمېینه صنعا ګڼې بمبارۍ کړي دي

د یمن څخه خبرونه وایي چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف الوتکو د یمن په مرکز صنعا کې ګڼې بمبارۍ کړي دي.
عربي ایتلاف په داسې حال کې پر صنعا بمبارۍ کوي چې د حوثي اورپکو او د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح چې پخوا د حوثیانو متحد و د ځواکونو ترمینځ نښتو وروسته له هغو نور هم زور واخیست چې حوثیانو د علي عبدالله صالح کور ونیوه.
د حوثي اورپکو ویاند وایي چې عربي ایتلاف د علي عبدالله صالح د ځواکونو قرارګاوې بمباري کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جګړو له امله د ایران پر سفارت یو توغندی لګیدلی دی او ودانۍ یې اور اخیستی دی، خو ښکاره نه ده چې په یاد سفارت کې ډیپلوماټان هم وو او که نه.