له سولې وېره، خو ولې؟

په دې کې شک نشته چې کله هم د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د مذاکراتو خبره رامخې ته کېږي، نو بېلابېل لوري له دغو مذاکراتو څخه خپله وېره د پوښتنو او اندېښنو په بڼه په ډاګه کوي. د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پرمهال موږ عملاً دغه حالت ولیده.
د وضاحت او ځان پوهولو لپاره د سولې په اړه د خپلو پوښتنو او اندېښنو مطرح کول کومه بده خبره نه ده، بلکې دا د هر چا حق دی چې په هغه اړه ځان ښه پوه او ډاډه کړي، مګر د سولې په اړه د پوښتنو او اندېښنو رامخې ته کول هغه مهال بد وي چې موخه یې د سولې د مذاکراتو چلینج کول وي.
او په دې کې شک نشته چې ځینې افراد او لوري په ښکاره د سولې خبرې کوي، مګر عملاً د سولې مخالف دي. هغوی فکر کوي چې د سولې په راتګ سره به خپل مقام، منصب او امتیازات له لاسه ورکړي. هغوی خپل ځان او وړتیا ته په کتو ښه پوهېږي چې که په وطن کې سوله وي، نو څوک به یې د خیرک ادې هم ونه بولي او همدغه په خپلو ګټو او مقام میین افراد دومره مضر دي چې ډېر کله د سولې مذاکرات او بهیر ټکنی کوي.
دا افراد نه د شمېر له پلوه زیات دي او نه د قوت له پلوه پیاوړي دي، خو ستونزه داده چې په ولسي اړخ کې په دې اړه یو څه بې تفاوتي موجوده ده. هغوی سوله غواړي، خو د سولې د تامین لپاره رښتینې او عملي هلې ځلې نه کوي او نه هم د هغو کسانو پر وړاندې غبرګون ښیي چې د سولې د ټکني کولو او نه تامین لپاره شپه او ورځ تخریبي فعالیتونه او کوښښونه کوي.
په دې کې شته نشته چې د سولې مذاکرات باید د ولس له سترګو پناه نه وي، ځکه څومره چې دغه مذاکرات خلکو ته واضح وي، نو همغومره خلک مطمین وي او هغوی چې د سولې په اړه بیلابېلې پوښتنې او اندېښنې را ولاړوي د هغوی فرصت او چانس هم کمېږي او نه هم ولس د هغوی په بې ځایه پوښتنو او اندېښنو باور لري.
د دې ترڅنګ ممکن په جګړه کې ښکېل افغان وسله وال چې سولې ته تمایل ښیي، هغوی هم ځینې پوښتنې او اندېښنې ولري او دا د حکومت اوپه ځانګړي ډول د سولې عالي شورا دنده او مسوولیت دی چې د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته واضح او قانع کوونکي ځوابونه ووایي.
که چېرې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پرمهال له  وسله والو مخالفینو وغوښتل شي چې خپل لید لوری، نظرونه او غوښتنې په ځانګړې توګه وړاندې او شریک کړي او د هغو د حل او ځوابولو په رڼا کې د دواړو لورو تر منځ یانې د حکومت او وسله والو افغان مخالفینو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.
ممکن له وسله والو افغان مخالفینو سره چې د سولې بهیر له لارې خپل عادي ژوند ته ستنېږي دا لویه پوښتنه او اندېښنه وي چې ایا له سولې وروسته خو به دوی سره د تېرو تېروتنو او جنایتونو حساب نه کېږي. له هغوی څخه خو به غچ نه اخیستل کېږي او یا به هم نه ځورول کېږي او ممکن دا پوښتنه هم هغوی وځوروي چې ایا عادي ژوند ته د ستنېدو پرمهال به مناسب شغل، کار او دنده ولري او که نا؟
څومره چې په دې او نورو برخو کې د وسله والو مخالفینو پوښتنو او اندېښنو ته اساسي ځوابونه ورکړل شي، نو همغومره به د سولې بین الافغاني مذاکرات په ښه توګه پایلې او بریالیتوب ته ورسېږي