
شاعر وایي:
سوله کې یوو ښاد، پایوو به ازاد
ستر زموږ مراد خدای، ولس، هېواد
سوله د ولسونو د ژوندي پاتې کېدو، پایښت، پرمختګونو او غوړېدا یوه له مهمو اړتیاو څخه ده، له همدې امله تر ټولو لومړی باید هغوی ځانته یو خوندي چاپیریال برابرکړي،تر هغو چې دوی خوندي نه وي، نو د ژوند د چارو د ترسره کولو، پرمختګونو، ښېګڼو او لاسته راوړنو په اړه فکر نه شي کولی او ټول فرصتونه ورڅخه ضایع کېږي.
تلپاتې سوله زموږ د ولس او حکومت دواړو غوښتنه ده، ځکه سوله د ژوند او سیاسي ټیکاو بنسټیز رکن دی. له سولې پرته نه وګړي ارام او هوسا ژوند کولی شي او نه هم ټولنې، حکومتونه او هېوادونه سیاسي ثبات ته رسېدلی شي.
په هېواد او ټولنه کې د تلپاتې سولې د تینګښت لپاره سوله ییز فکر او عملي هلو ځلو ته اړتیا ده. سوله یوازې په فکر، ارمان او غوښتنه نه رامنځته کېږي، بلکې د دې لپاره د وګړو ګډې، پراخې او سوله ییزې هڅې حتمي دي.
د دې لپاره چې د تلپاتې سولې خوب او ارماني حالت په عمل، واقعیت او ريښتیا بدل کړو، نو بیا به حرکت پیلوو او دغه پیل به له ځانه کوو، ځکه تر څو چې ځان د سولې چوکاټ ته برابر نه کړو، نو د سولې لپاره هڅې او دغه چوکاټ ته د نورو را بلل به غیر واقعي او ستونزمن وي.
تر هر څه لومړی دا ډېره ضروري ده چې د سولې لپاره هم خپل ځان، خوی، کړه او وړه بدل کړو او هم په ټولنه کې د تلپاتې سولې د تامین په موخه نور خلک هم دغه مثبت بدلون ته وهڅوو، ځکه تلپاتې سوله د یو یا څو محدودو افرادو په هڅونه تامینېږي او نه هم له بهر څخه تحمیلېدلی شي.
په تېرو څو لسیزو کې موږ ولیدل چې د سیمې او نړۍ هېوادونو په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په موخه ګڼ پلاوي واستول، بحثونه او مذاکرې، غونډې او سیمینارونه یې وکړل، مګر په هېواد کې د تلپاتې سولېد تامین په برخه کې یې هیڅ مثبت اغېز ونه کړ.
موږ باید پر ځان نظم او ډسپلین وضع کړو او له ځانه سره دا ژمنه وکړو چې له تاوتریخوالي او هغو چارو څخه به لاس اخلو چې له سولې سره په ټکر کې وي. له سوله ناخوښه یا د تشدد، افراطیت او توندلارۍ پلویانو څخه به خپله لاره بېلوو. خپل کور، کلي او چاپیریال کې به په ډېره نرمۍ او داسې انداز خلک د نرم او سوله ییز چلند اختیارولو ته هڅوو چې پر هغوی زموږ خبره اغېز وکړي.
د سولې او سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو لپاره د مشرانو تر څنګ زلمکیانو او ماشومانو ته ډېر پام پکار دی، ځکه د ټولنې راتلونکي رهبران همدوی دي او څومره چې دوی سوله خوښي وروزل شي، نو همغومره به یې پر ټولنه او راتلونکو نسلونو اغېز مثبت وي.
د سولې د بنسټي کولو لپاره روزنیزو مرکزونو یانې ښوونخیو، جوماتونو او پوهنتونونو ته زیات پام پکار دی. د روزنیزو مرکزونو ښوونیز نصاب باید دې مسلې ته زیات پام وکړي او د سولې اړوند ګڼو مفاهیمو ته په کې ځای ورکړل شي، تر څو سوله په اساسي توګه زموږ د ځوانانو په ذهنونو کې ځای ونیسي او له دغې لارې یې په ټولنه او چاپیریال کې د بنسټي کېدو زمینه برابره شي.