جګړه د حل لاره نه ده

سره له دې چې جنګي او په جنګ کې ښکېلې ډلې، خواوې او ګروپونه هم دې پایلې ته رسېدلي دي چې جګړه د حل لاره نه ده، مګر بیا هم د جګړې د دوام په خاطر هم ځان او هم نور بدمرغه کوي.
په دې کې شک نشته چې جګړه مارې ډلې او حکومت به خپل مجبوریتونه ولري او روانه بدمرغه جګړه به د خپلو دلایلو په اساس توجیه کړي، خو جګړه، جګړه ده. جګړه ځپلي او وروسته پاتې هېوادونه خپلې ستونزې او مجبوریتونه لري او د همدغو مجبوریتونو په اساس هغوی نشي کولای چې هرڅه په خپله خوښه او خپل زړه فیصله کړي.
حکومت او جنګي ډلې کولای شي چې د سولې مذاکراتو ته سره کېني او خپلې ټولې ستونزې په صادقانه توګه د مذاکراتو پر مېز بحث، حل او فصل کړي. که دوی صادقانه دغه اقدام وکړي، نو باور دی چې پایلې به یې نه یوازې د جنګي ډلو، بلکې د دوی کورنیو او په لویه کې د افغان ولس او هېواد په ګټه وي.
که چېرې په جنګ کې ښکېلې ډلې دغه کار وکړي، نو دوی خپل مجبوریتونه را کمولی شي، یانې هغه مهال بیا اړ نه دي چې د نورو ویجاړونکې خبرې ومني او یا د هغوی برنامې په هېواد کې د خپل هېواد د تباهۍ او د ولس د بربادۍ په موخه تطبیق کړي.
افغانستان څلوېښت کاله کېږي چې له بدمرغه جګړو څخه ځورېږي او په دغو څلورو لسیزو کې زموږ د نظام بنسټونه، تاسیسات، سیستمونه او ټولګټي ځایونه ویجاړ شوي، د خلکو شخصي پانګې او جایدادونه له منځه تللي، کاري فرصتونه او درسي ساعتونه ضایع شوي، خلک وژل شوي، کډوال شوي، بې کوره او بدمرغه شوي دي.
په نړۍ کې به هیڅ یا ډېرو لږو هېوادونو زموږ هومره جنګونه ، ورانۍ او دربدرۍ لیدلې وي. مګر موږ بیا هم له خپلو دغو بدمرغیو څخه پند او عبرت وانخیست او لا هم په جګړو کې خپل هېواد او خلک بدمرغه کوو.
پښتو متل دی وایي هوښیار یې په بل ګوري او بې عقل یې پرځان، مګر زموږ بدمرغي داده چې نه مو له بله عبرت واخیست او نه هم له خپل ځانه.
له جګړې او بدمرغیو څخه د هېواد او هېوادوالو اېستل یوازې د حکومتونو دنده نه وي، په دې برخه کې ولسونه هم نه یوازې مسوولیتونه لري، بلکې د دوی رول تر ټولو مهم وي، ځکه دوی په جنګ کې ښکېلو ټولو خواوو باندې اغېز او خپل نفوذ لري.
ولسونو، قومي مشرانو، دیني علماو او د ټولنې نورو بانفوده اقشارو او د دغو اقشارو استازو ته ښایي چې جګړه مارې ډلې او ګروپونه د خپلو ناوړه اعمالو پایلو ته متوجه کړي او په دې یې وپوهوي چې د دوی د حماقتونو له امله ټول هېواد او ولس بدمرغه کېږي او باید له خپلو دغو ناوړه اعمالو څخه لاس په سر شي او دا ورته بار بار توصیه شي چې جګړه د حل لاره نه ده، که دوی رښتیا د ستونزو حل غواړي نو د جګړې پرځای دې د جرګې، سولې او مذاکراتو لاره اختیار کړي.