ښځې؛ له روان څخه تر جسمه په ستونزو کې

د نوامبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ، تیره ورځ په افغانستان کې د ښځو لخوا ولمانځل شوه، دا ورځ په افغانستان کې په داسې یو حالت کې لمانځل کیږي چې ښځې د جنسي او جسمي ځورونو سره مخ دي، چې دا کچه ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو ده او له ځان سره یې د ښځو اندیښنې هم را پارولې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسون په خپل کلني راپور کې چي د ۲۰۱۷ د مارچ په ۹ نیټه خپور شوی وو لیکلي: چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په هیواد کې د تېر په پرتله ۸،۶ سلنه ډير شوی دی، همدارنګه په نشر شوي راپور کې راغلي وو چي په روان کال کي ۵۵۷۵ پیښې د ښځو په وړاندې د تاتریخوالي ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې برخه کې په زرهاوو ډالره په دې برخه کې په مصرف رسيږي خو سره ددې هم په تاتریخوالي کي د ښځو په وړاندي ډیروالی راغلی دی.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله مسَله ده او تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی شتون لري او ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی، چې د ژوند په ډیریو برخو کې ورڅخه رنځ وړي، افغانستان هم د هغو په ډله کې راځي چې د زده کړې له سکتور څخه را پیل تر ادارې او نظامي ځایونو پوري ښځې ځورول کیږي، چی په پای کي د ځان وژنې باعث ګرځي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور په اساس په نړۍ کې د هرو درو ښځو څخه یوې یې د تاوتریخوالي تجربه څکلې ده، همدارنګه د نړۍ په هیوادونو کې ۳۵ سلنه ښځې د تاوتریخوالي سره مخ دي دا کچه په ځینو هیوادونو کي ۷۰ سلنو ته رسی.

د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی په ډموکراتیکو هیوادونو کي له سترو ستونزو څخه شمیرل کیږي، ښځې چې د ټولنې بقا ورپوري تړلي ده نن په ډموکراتیکو دولتونو کې له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د اسلامي دولت په ړنګیدو سره د مسلمانانو تر منځ د کورنۍ، ټولنیز او اقتصادي نظام په له منځه تلو سره مسلمانان له هر ډول ستونزو سره مخ شول او ډموکراتیکو آزادیو او اصولو منل په کورنۍ او ټولنیز ژوند کې ورته د ناخوالو را پیدا کیدو لامل شول، او د ښځې دندې چی د اولادونو دنیا ته راوړل او کورنۍ ساتل وو له کوره بهر کارونو ته اړ ایستل شوه او د شاقه کارونو په کولو سره د کورنۍ نفقه ور په غاړه شوه، ډموکراتیک دولتونه چی د کپیټالیزم ایډيالوژۍ څخه پيروي کوي، ښځه د سوداګریزو اعلاناتو لپاره کاروي او د اخيستونکو د راجلبولو لپاره ورڅخه کار اخلي.

اسلام چې ښځو ته کوم ارزښونه ورکړي دي په اوسنیو دولتونو کي هغه تر
پښو لاندې کیږي، او په ډیر بې رحمانه ډول ښځې د جبر او تهدید په کارولو سره هر ډول ناوړه او شاقه کارونه ته اړ ایستل کیږي، چي په پای کې د ځان وژنې سبب کیږې، ښځه چې د ټولنې د بقا تیر جوړوي په اسلام کې ځانګړي امتیازات ورکړل شوي دي، چې د هغو له ډلې څخه د اولانو ساتل راځي، د اسلامي دولت شتون او په راستنیدو یې د ټوو ناخوالو د ختمیدو په معنی دی د کورنۍ څخه را پیل تر حکومتولی پوري.