د دې معصومې له ملي بېرغه جوړ کمېس د دې بیوزله ماشومې ژوند څه غواړي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې باید د افغان سیاستمدارن ولټوي.
جوړ کمېس یې د وطن له ملي بېرغ نه، او پۀ داسي سپېره دښته ژوند یې د ډېرو کېسو انځوري ګري کوي. څه پوه شولي؟ چې ګوندي زمونږ ملي بېرغ به دومره بدبخته وی، نه هېڅکله هم نه، الله دي نکړي چې زمونږ ملي بېرغ دي بدمرغه شي ، خو یوڅوک شته چې دملي بېرغ بدبخته، بدمرغه کولو هڅې کوي. دغه ډول افراد او اشخاص بل څوک نه دي، مونږ خپله یوو، زمونږ کړنې دی، زمونږ هغه ناکامه مینه ده چې صرف په خولۀ مو د وطن دوستۍ نوم وی، زمونږ اوسنې ټول سیاستمدارن او نا اهله مشران دي.
د دغې معصومې ماشومې ژوند دا ښه روشانه وی، چې دلته له خلګو سره مینه نشته، دلته نوابغ او مخترع هغه څوک ده؛ چې خلګ وځوروی بلکې خلک له ښایسته ژونده وشړي ·
ګرانې خورکۍ! مونږ او ته ټول به پۀ ورځ د محشر دپاک خداي جل جلاله پۀ سپېڅلی دربار کې درېږو، ان شاء الله هغه څوک چې ستاسو د دې ژوند لامل ګڼل کیږي، وبه نه بښل شي.
زۀ به ستا تصویر ته اوشکې تویې کړم، خو ستا کومک او همدردۍ ته در خلاص نه یم ، ماته هم ستا پۀ شان معصومي څيري راپاته دی، تر څو یې د سهار او ماښام یو ګوله ډوډۍ پیداکړم، زۀ به ستا پۀ تصویر کتابونه ډک کړم، خو ژوند ته دی اوبه نشم درکولې، یو څه چې کولې شم؛ هغه پاک خدای ته دعا لاسونه پورته کولې شم، ان شاء الله زمونږ مهربانه خداي به پۀ تاسو ورحمیږي، خو افغان وږونکي، افغان ځورونکي به د جهنم له سرو سکروټو خلاص نشي.
ای افغانانو! یوازی او یوازی د دې ماشومانو پۀ خاطر نور د سولۍ ژوند ته راشئ! لږ پۀ دی معصومو غور وکړئ، د دوی له داسي احساساتو یې زده کړئ، چې پۀ دی مسکینه ورځ به پلار یامور ته څومره ژړېدلې وی، چې غوښتل یې ملي بېرغ په تن ولرې، څومره به یې پۀ شوق اغوستي وي، دا بیل بحث ده، چې د ملي بېرغ توکې پلورل او آخیستل څومره له قانون سره پۀ ټکر کې ده، خو د دوی احساس ته پۀ احترام د وطن مینه زده کړئ.
هېڅکله نه غواړم او بلکې نه می خوښیږي، چې دپاکو ماشومانو پۀ تصویر د لیکنې روڼک ښه کړم، خو یوازي د دوی دغه بې چاره ژوند دې ته اړ کړم چې پرپړې ورباندي ډکي کړم، که پرپړې ډکي کړم هم کم به وی، ځکه دوی او د دوی معصومه څيره ژړونکی ده، پۀ والله چې دردونکی ده، ولې یوڅوک پیدا نشو چې د دې معصومو آواز يې واورېدو، ولې یوچا خپلې ګټې د دوی لپاره پرېنښودي، یاو د افغانانو! تش پۀ نامه سرپرستانو! لږ دغه تصویر دخپلو بچیانو لپاره تصور کړئ، او ښه پۀ ډاګه واورئ، چې مونږ او زمونږ ټول ماشومانو د دې ډول ژوند څښتنان یوو.
پۀ خدای قسم که تاسو له خپلو ماشومانو خوند واخلئ، تر څو مو چې د دې خوارو ژوند ته کتلې نه وي، تر څو چې مو دې معصومو څيرو ته سرپناه نه وي جوړ کړي.
وروستي