
په ټول لوی جهان کې افغانان او په افغانانو کې پښتانه هغه بدمرغه قوم دی ؛ چې دوی ته نه خپل ژوند ارزښت لري ، نه ورته د ورور او زوی ژوند ، نه ورته خپله خور او لور انسان ښکاري ، نه ورته خوښي مفهوم لري ، نه ورته کتاب ، ښوونځی ، پوهنتون ، زده کړه ، عالم ، شاعر ، ليکوال ، هُنرمند ، مُمثل ، رسام ، خطاط ، مُجسمه جوړوونکی ، سپورت مين ، استاد ، څېړوونکی ، سياستوال ، اروا پوه قدرـ قېمت او ارزښت لري !!
پښتنو ته يواځې : پېسې ، ځمکه او وسله ( ټوپک ) ؛ روح او روان ، د سترګو تور او د زړګي سر دي !! جنګ ـ جګړې ـ بې اتفاقي ـ وچ غرور او خود خواهي ورته له پلرو او نېکونو څخه په ميراث پاتې دی!!
د دوی د سر سړي څه په تېرو ( ۴۰ ) کالو کې د بهرنيانو دوکو ، دسيسو او توطيو وخوړل ؛ څه دوی په خپله ترور کړل او د:« اشرار»،« کمونست »،« مُجاهد »،«طالب»، « داعش »، «عسکر»،« افسر»، « دولتي مامور »،« کافر »،« مُلحد » ، د «شورويانو» او «امريکايانو» د جاسوسانو په نومونو باندې بې ګناه او بې خطا له منځه ولاړل ؛ تورو خاورو وخوړل . يا بې سرنوشته د نړۍ په نورو هېوادونو کې اواره او کډوال شول ، يا زاړه او مړه شول او يا نن ـ سبا د مرګ او نابودۍ په حال کې دي !
د پښتنو ارزښتمن سړي او مېرمنې ( ستر کسان او لوړ شخصيتونه ) داسې بې ارزښته دي ؛ لکه :
د مکه يانډې ترخې دانې ، د ګنډېرسه ګلان ، د ډاګونو شوغه کۍ او د سيندونو په غېږ کې د خړو سېلابونو د خړو څپو پر سر د لرګو او بوټو ډکي او نېزوړي !!
په روانه اونۍ کې د پښتنو د ادبي کاروان له مشرانو هملارو څخه يو پېژندل شوی او مُجرب قلموال ارواښاد عبدالرؤف« قتيل ـ خوګياڼی » صاحب د ناروغۍ پر وجهې د تل لپاره جلا او په خړو خاورو کې د آبد لپاره ويده شو ! خو د ناروغۍ پر بستر او د احتياجۍ ـ مُحتاجۍ په سختو ـ ترخو شپو ـ ورځو کې يې هېڅ دولتي چارواکي او هېڅ شتمن ـ زورور ـ پانګوال پښتانه هسې تشه پوښتنه هم ونه کړه او ممکن په جنازه او فاتحه کې به يې هم ډېرو لږو کسانو ګډون کړی اوسي !؟
خو اوس ورپسې يو نيم دولتي ، باسواده پښتون د فسبوک پر مخ لاسونه مروړې او د ظاهردارۍ « ديپلوماتيکې ـ تمساحي » اوښکې ورپسې تويوي !!؟؟
د پښتنو دېرې ، حُجرې ، سنګرونه ، مورچلونه ، وستلونه ، فرهنګي غونډې ، هُنري مجلسونه ، شعري ـ مناسبتي ـ کلنۍ مُشاعرې ، ادبي ناستې ، ادبي ټولنې ، سياسي تنظيمونه او په دولت او ملت کې ونډه او ارزښت ډېر تت ، سپېره او کمرنګه شول ! او لا پسې کمرنګه کېدوونکي دي !!
په موجوده مهال کې په ټول افغانستان کې دا لاندې کسان ( ادبي ـ فرهنګي ـ سترې سټې ) نيم ځانه او مړ ژوانده فزيکي ژوند ( موجوديت ) لري ! چې (مُطلقو اکثرو ته يې ) دولت ورته هېڅ توجو او پاملرنه نه کوي ! « نن دی ، که سبا دی ؛ توکل له ښېوې تللی !!» ) :
۱ ـ د ستر استاد سيد ګل پاچا « اُلفت » صاحب د لاس ( فرهنګي ، ادبي ـ سياسي ) نهالګی او د ارواښاد ملنګ جان استاد ديني ورور ، د خان عبدالغفار خان « باچا خان » د ( «عدم تشدد » د لارې پيرو ) د پښتو ژبې د شاوخوا ( ۷۰ ) کالو شاعر ، ليکوال ، ژباړوونکی ، څېړوونکی ؛ پرله پسې رښتيني خدمتګار : ښاغلی مولوي صاحب ـ سرڅېړوونکی عبدالله « بختانی ـ خدمتګار » صاحب !! ( د ننګرار د سره رود ولسوالۍ اوسېدوونکی ).
۲ ـ ښاغلی غلام مجدد ـ مجددي ـ اکاډميسين سليمان « لايق » صاحب ! ( د بغلان اوسېدوونکی ).
۳ ـ ښاغلی پوهاند ډاکتر استاد مجاور احمد « زيار » صاحب ! ( د ننګرهار اوسېدوونکی ).
۴ ـ آغلې پوهاند ډاکتر استاد زرغونه« رښتين ـ زېور » صاحب ! ( د ننګرهار اوسېدوونکې ).
۵ ـ ښاغلی مولوي صاحب زين العابدين« منلی »! ( د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدوونکی ).
۶ ـ آغلې سرمؤلف استاد فروزان « خاموش » صاحب !( د ميدان ـ وردګو اوسېدوونکې ).
۷ ـ ښاغلی عبدالباري« جهاني » صاحب ! ( د کندهار اوسېدوونکی ).
۸ ـ ښاغلی استاد فيض الله خان ! ( د خوست اوسېدوونکی ) .
۹ ـ ښاغلی سرڅېړوونکی بسم الله « حقمل » صاحب !( د خوست اوسېدوونکی ).
۱۰ ـ ښاغلی ښوونکی محمد غوث« سپين ږيری » صاحب ! ( د ارزګان اوسېدوونکی ).
۱۱ ـ ښاغلی ماستر مؤلف استاد آقا محمد« ګړندی » صاحب ! ( د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ اوسېدوونکی ).
۱۲ ـ ښاغلی مُتقاعد ډګروال سمېع الله « سمېع ـ حافظ » صاحب ! ( د ننګرهار د چپليار ولسوالۍ اوسېدوونکی ).
۱۳ ـ ښاغلی هُنر« غيرت » صاحب ! ( د ننګرهار ولايت اوسېدوونکی ).
۱۴ ـ ښاغلی الحاج ډاکتر نعمت ګل« پرګنيز » صاحب ! ( د کونړ ولايت اوسېدوونکی ).
۱۵ ـ ښاغلی نعمت الله « اندړ» صاحب د علومو د اکا ډمۍ د پښتو څېړنو د مرکز رئيس !( د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدوونکی ).
۱۶ـ آغلې ډاکتر استاد کُبرا« مظهري ـ ملورو » صاحب ! ( د ننګرهار اوسېدوونکې ).
۱۷ ـ ښاغلی غوث« خيبري » صاحب ! ( د ننګرهار اوسېدوونکی ).
۱۸ ـ ښاغلی استاد حبيب الله « رفېع » صاحب ! ( د ميدان ـ وردګو اوسېدوونکی ).
۱۹ ـ ښاغلی استاد محمد معصوم « هوتک » صاحب ! ( د کندهار اوسېدوونکی ).
۲۰ ـ ښاغلی سرڅېړوونکی زلمی« هېوادمل » صاحب ! ( د لغمان د مرکز د علي خېلو اوسېدوونکی ).
۲۱ ـ ښاغلی علي ګل « پيوند » صاحب ! ( د کونړ ولايت اوسېدوونکی ).
۲۲. ښاغلی محمد اسمعيل « اړم ـ پتيار » صاحب ! ( د لغمان د کټل اوسېدوونکی ).
۲۳ . ښاغلی ډاکتر صادق« فطرت ـ ناشناس » صاحب ! ( د کندهار اوسېدوونکی ).
۲۴. ښاغلی ډګروال غلام صديق« رازقي ـ نړۍ وال ـ کونړی ـ نرنګوال » صاحب !( د کونړ اوسېدوونکی ).
۲۵. او په پای کې زه په خپله : ( د سر مؤلف مرستيال محمد عزيز« تحريک » د لغمان د الينګار اوسېدوونکی ) .
دا پورتني قلموال د پښتو ژبې هغه خد متګاران وو او دي ؛ چې هريوه خپل ژوند د پښتو ژبې او افغانانو خدمت ته په عمل کې وقف کړی دی !!
او اوس د دوی ټولوعُمرونه پاخه دي ( د افغانستان د اکثرو خلکو د عُمرونو د منځني «اېورېج» له مخې : (۶۰ ـ ۹۰) کالو پورې رسېدلي دي ! ) دوی هر يو د دولت او ملت له خوا د درناوي مُستحق دي !! خو معلومه نه ده چې په ټول دولت او ټول افغانستان کې به داسې کوم زړه سوانده کس پيدا شي !؟ چې د دوی هسې عادي پوښتنه او درناوی وکوي !!؟؟