
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې که چیرې څوک ثابته کړي چې نوموړی له ترکیې بهر په کوم بانک کې پیسې لري نوموړی به د ولسمشرۍ له پوسټ څخه استعفی وکړي.
اردوغان یادې خبرې د ترکیې د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند د ادعا پر وړاندې کړي دي چې د ترکیې واکمن ګوند اصلي مخالف بلل کیږي.
د یاد ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو د نوامبر په ۲۱ مه د ترکیې پارلمان ته په وینا کې وویل چې اردوغان او دهغه خپلوان له هیواده پیسې وباسي او په بهر کې یې په بانکونو کې ذخیره کوي.
اردغان په اسلامبول کې د یوې وینا په ترڅ کې یادې خبرې رد کړي دي.