
سعودي عربستان غواړي په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې لومړنۍ سیاحتي وېزه توزیع کړي. دغه هېواد هڅه کوي، چې له دې وروسته د ګرځندوی صنعت ته په دغه هېواد کې وده ورکړي او سیلانیان را جلب کړي. د سي ان ان د خبر له مخې دغه هېواد غواړي په راتلونکي ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د سیلانیانو لپاره د ویزو ورکول پیل کړي. له دې مخکې دغه هېواد ته د سیلانیانو ورتګ محدود و. که څه هم چې هر کال میلیونونه مسلمانان دغه هېواد ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ځي، پر دې سربېره اوس سعودي غواړي، چې د نورو سیلانیانو توجه هم را جلب کړي او دا به د دغه هېواد لپاره د عواید ښه سرچینه وي. د سعودي د ګرځندوی او ميلي میراث مشر سلطان بن سلمان سي ان ان ته ویلي، د دې کار موخه دا ده چې بهرنیان په ریښتیا سره د دغه هېواد لوی والی تجربه کړي.