كشاف صيب يقين مي نه شي

 
دا يو منل شوي حقيقت دي چي نړيوال ځواګونه افغانستان ته د مهار كولو په موخه راغلي دي او هغوي غواړي خپل فرعونيت ته له دي ځايه نوره پراختيا هم وركړي خو د اته كاله په تيريدو باندي اوس افغان دولت او چارواګي يو يو غږ پورته كوي خو كه رښتيا ووايو اوس هغه وخت رارسيدلي كه دوي هر څه ووايي ملت ورباندي اعتماد نه كوي او هغه ددوي د چوكي ته د ورپيښ خطر د ختميدو لامل بولي اويا دا چي دوي هم نور پوه شوي چي ملت راباندي پوه دي نو مجبور دي چي يو څه ووايي او نادان ملت تيرباسي دا ددوي خپل چل وي ځكه ملت اوس هغه پخواني ملت نه دي چي ددوي د هر خبري پسي به وي او ددوي تور ته به تور او سپين ته به سپين وايي، او دا هم ويلي شو چي د استعمارګرو په خلاف چي كله مقاومت او مبارزه زياته شي او نور نه شي كولي چي پاتي شي او يا هم خپلو موخو ته ورسيږي نو خپل ملګري راوړاندي كړي او د هغوي د خولي څخه خبري راوباسي چي لږ تر لږه هغه باندي خلك راټول شي او دوي تري بيا خپل مقصدونه پوره كړي او دا ځكه كله چي نيواګګر په دي پوهيږي چي مونږ خپلو موخو ته د خپل زور په سر كاميابيدلي شو او يا هم ددي وړتيا لري چي مقابله وكړي او مبارزه ناكامه كړي هيڅكله خپل لاسپوڅي ته دا اجازه نه وركوي چي د خولي څخه يو غږ هم راوباسي او كه راوباسي يي نو هغه سمدستي د دشمن په صف كي دروي او سم د واره يي خپل انجام ته رسوي نو ځكه كله چي اولسي جرګي د حامد كرزي د انتخاباتو قانون رد كړلو او ولس مشر د ايران او چين ته له سفرونو څخه راګرځيدلي وو نو خپل لومړني غبرګون يي په تونده لهجه وښودلو او پر ولسي جرګه يي غږ وكړو چي د بهرنيانو خبرو ته غوږ مه نيسي او دا يي وويل چي بهرنيان په دغه پريګړه كي لوي لاس لري او زياته يي كړه چي د فرما ن له وركولو وړاندي لا نړيوالو ورته ګواښ كړي وو چي كه په فرمان كي د هغوي نظرونه ځاي نه كړي نو هغه به رد كړي ، او ګواښ يي وكړلو چي كه بهرنيان د افغانستان په داخلي چارو كي لاسوهنه ته دوام وركړي ښايي چي د غلته يي په وړاندي نفرتونه لا زيات شي.
نو اوس خبره هم د لاسوهني ده او هم د نفرت نو ايا كوم ادني او كم نه كم عقل او شعور چي لري هغه په دي نه پوهيږي چي افغانستان اشغال شوي نه دي نور لسوهنه توره وي كه سپينه ايا دا اولسمشر په څو ځلي د خپل ملت بمبارول محكوم كړي او په هرځل يي دا ګواښ نه دي كړي چي دا به وكړو او هغه به وكړو نو ايا كله هم چا ورته د توت د پاڼي په اندازه اهميت وركړي هيڅكله نه چي كله اولسمشر څه ويلي وي نو هغوي خونخوارنو لا زيات كړي وي او د پخوا په پرتله يي ډير شهيدان كړي وي او هيڅكله يي ددي پروا نه ده كړي چي مونږ ته چا څه ويل كه څنګه خو هغه څه يي كړي چي دوي ته مهم وي او ددوي د ګټو سره اړخ لګوي نه د افغانانو د ګتو سره نو لاسوهنه خو څه ښكر نه لري چي دلري نه به ښكاره شي هغوي ټول افغانستان خپل فتحه شوي هيواد بولي او دوي دلاسوهني د بندولو چغي وهي هرڅوك پوهيږي چي غوا توره شيدي يي سپيني وي .
او دغه اشغالګر ځواكونه زمونږ ملت او واګدارنو ته په يوه سترګه ګوري او كله كله ورته دواړه د خپلو مقصدونو په لار ه كي خڼډ وي نو هغوي پري هيڅ پروا نه كوي او دوي خو هميشه د خپل لاس لاندو څخه د لاس پاكي كار اخستي چي كله يي ضرورت وي رامخي ته يي كړي او خپله ګړنه ورباندي سر ته ورسوي او چي كله خپلو موخو ته ورسيږي نو بيا په قصه كي نه وي او ولسمشرد قندهار په ښار كي په يوه غونډه كي وسلوالو ته په خطاب كي وويل چي پردي كټ تر نيمي شپي وي او لګه څنګه ده له بهرنيانو ځان خلاص كړهغوي دي هم له بهرنيانو ځان خلاص كړي دا خبره هم نه عقل مني او نه هم كوم حقيقت لري لومړي كه دا له بهرنيانو ځان خلاصول غواړي او يا يي هم ارده يي وي نو د ټولوتر مخي بايد بهرنيان زمونږ د هيواد اشغال ته د پاي ټګي كيږدي او د هغي څخه وروسته زمونږ هيواد چي ګنډواله كړي د هغي دي تاوان ورڅخه واخلي خو كه دا هم نه شي كولي چي بهرنيان وباسي نو كم از كم دا كار خو دي وكړي چي خپل په شل مليونو زيات نفوس هيواد كي دي يو لس دولس كسان خو ځان ته پيدا كړي چي دده حفاظت وكړي او له ده مخګي او وروسته لاړ شي او امريكايانو ته رخصت وركړي دا چي دده خپل باډيكارډان تر اوسه پوري امريكايان دي او په ټول ملت كي داسي مخلص څوك نه شته چي د خپل اولسمشر ساتنه وكړي او نه دا پري اعتماد كولي شي چي ځان پري وساتي نو بيا ده څنګه ځان تري خلاص كړي او دا يي محسوس كړي چي ده د بهرنيانو د غلامي نه ځان خلاص كړي دا ورڅخه خپل موټر نه شي خلاصولي او دده سفر د هغوي په واګ كي وي دا به تري خپل ملت څنګه خلاص كړي دا مونږ ټول ملت منو چي پردي ګټ ترنيمي شپي وي او هميشه به تري نيم خوابه پاڅيږي خو بهتره داده چي سړي اول نه سوچ وكړي چي د بل په اوږو بار نه شي او نه هم خپل ملت د نورو په اوږو بار كړي .
خو له دي نه وروسته اوس د افغانستان د علماو سرتاسري شورا مرستيال مولو ي قيام الدين كشاف هم خپله روژه ماته كړله او دا يي په ډاګه كړله چي افغانان لوږه تنده اونور مشكلات زغملي شي خو هيڅ وخت د پرديو غلامي ته غاړه نه ږدي ، د فقر او بي وزلي سره بلد دي او غلامي هيڅ صورت كي نه مني، ده ډيره پر ځاي خبره كړي ځكه چي افغانان سر وركوي خو سنګر نه وركوي افغانان هرقسم مشكلاتو ته په ورين تندي وړاندي كيږي ولو كه د دار تخته هم وي خو هيڅكله غلامي نه مني نو كشاف صاحب خو افغانان ياد كړي هغه ځوانان خو يي نه دي ياد كړي چي پرون يي د ببرك او امين نجيب حكومت كافر ګڼلو نن د امريكايانو لښكرو ته مستآمنين واي پرون يواځي روسان وه هغوي كافر وه هلته چي كوم مسلمانان پراته وه هغه ټول واجب القتل وه خو نن چي دوي ته د پروني شوون اسلامي چوكي په ميراث كي پاتي ده نو اشغالكرو ته مستآمنين وايي او دډيره وراخطايي نه كله كله د هغوي اعمال او ګړني هم اسلامي ګڼي او د هغوي دريځ ته د قران او حديثو نه دلايل هم پيدا كوي نو هغه كس بيا ولي كافر وو چي نجيب په وخت كي هلته وه او د هغوي حكومت يي تاييدولو كه سړي اسلام ته او يا هم دريځ ته وګوري نو څومره اياتونه به چي نجيب په خپل تقريرونو كي راوړل ګمان مي نه شي چي كشاف صاحب يي هم راوړي اولسمشر خو پر ځاي پريږده ځكه اولسمشر خو يوازي په هغه څه خبري كوي چي ورته وليكل شي نور بس ، خو اخرني خبره مي داده چي كشاف صاحب يقين مي نه شي كه تاسي د ملت سره د سترګو لګولو ځاي پريښي وي او يا مو دا ځل هغوي په خوله تريخ پياز هم وخوري ځكه تير ځل يي ياد دي او هغوي هم هماغه ملت دي چي تاسي ورسره څه ونه كړل لومړي مو د روسانو سره مقابله جهاد بللو ملت درسره ولاړ وو او بيا مو خپل مينځي جګړي شروع كړلي هغوي كي مو هم خوار ملت وغولولو او وروسته مو د امريكايانو په لمنه كي ګذار كړلو او چي كله داسي حالت ته ورسيدلي چي امريكايان نور كار درنه نه اخلي او هغوي د خپلو كارونو د پاره نور راوړاندي كوي بيا په ملت غوري وهي چي مت مو فقر او غريبي مني خو غلامي نه مني ولي داسي نه وايي چي مونږ هر څه منو خو چوكي پريښودل نه منو ملت باندي كه هرڅه تړك راپريوځي خو زمونږ سر ته د خير وي سل دي ومري خو د سلو سر دي ونه مري .