
ژوند لوړې او ژورې لري، دا د دژوند دستور دی، چې هېڅکله هم د چا پۀ خوښه نه درومي، هیڅوک له ماتې او ناکامې څخه نه دی پاته شوی، ټول خلګ لوېدلي، خو هغه چې پۀ شجاعت لوېدلي او پۀ شجاعت یې ماتې ته لبیک ویلي، هغه دنړۍ له نوابغو څخه شمېرل کيږي.
ټول دردونه او کړاونه هیر کړه، ژوند دې پۀ نوی بڼه د لوی خدای جل جلاله پر رضا پیل کړه! په ې نړۍ کې شجاع هغه څوک دی، چې له ماتې او ناکامې وروسته، بیا سر راپورته کړي، او ماتې پۀ پوره شجاعت سره ومني. که داسې دې وکړل پوه شه چې ټول شیان دی له لاسه نه دې ورکړي او کولی شې نوی ژوند جوړ کړيې، خو چې ماتې پۀ شجاعت سره ومني.
زمونږ د ټولنې یو بد دود دا دی؛ که یو څوک ناکام کیږي، دغه شخص پۀ ځاي ددیې چې ناکامي ومني، خپلې ناکامې ته دلیلونه پیداکوي او خلګو ته ښیي، چې زۀ ناکام شوي نه یم، دا او دا می سبب شو، دا ناکامي نه ده، زۀ تر هرچا تکړه او با استعداده یم، اصل کې ماتې او ناکامې ته دلایل پیدا کول د یوې ماتې خوړلو سره نورې ماتې او ناکامۍ پیداکول دي، ماتي او ناکامي ومنه، او پۀ زړورتیا یې ومنه، ناکامې مطالعه کړه، معلول یې پیداکړه، او پۀ شجاعت سره ووایه، چې زۀ ناکام شوم.
ولې؟ پۀ ژوند کې هېڅوک هم داسې نشته چې ناکام شوي دی نه وي، داسې څوک به پیدا نشي چې ناکام شوي نه وي، د ژوند زده کړه اکثریت له ماتې او ناکامېوو سرچینه اخلي، نو ته ولې ماتې نه مني، او خپلې ماتې ته بې منطقه دلایل راټولوي.
د خپلې ماتې منل خلکو ته ستا پیاوړي هوډ څرګنده وي، او خلګ پوهیږي چې ته یوځل بیا زحمت ته مخه کوي تر څو دغه ناکامي دبل ځل لپاره تکرار نکړي، او که ماتې نه مني نشي کولې دبل ځل لپاره پۀ لوبه کې چانس ولری، د تل لپاره له صحنې ایستل کیږي، او دژوند پۀ لوبه کې ستا پرځاي بل څوک راوستل کیږي.
خلک که وایي، چې کامیابي شجاعت ده، خو زه وایم چې (( چې ماتې منل ترکامیابې زیات شجاعت ده) ) کله چې ما د ټولنې پۀ زیاتو ستونزو مطالعه وکړه، کله چې ما د خپلې ټولنې دخلګو زړونه وکتل، کله چې ما د ټولنې ناخوالي ولېدي، او دا ټول می مطاله کړل، زمونږ زیات کمبود دلته وو، چې ماتې مو دیوبل پۀ وړاندې نه دي زغملي، مونږ هر یو د هر مسلک پوه پۀ وړاندي ، پوهان یوو او دا نشو زغملي چې ووایو، زۀ پۀ دی مسلک کې پوه نلرم، مشکل دلته ایجاد شي، چې د اقتصاد پۀ برخه کې مو د کور او ټولنې مشر هیڅ اقتصاد پوه ته موقع نه ورکوي، چې هغه خپله مسلکی پوه وکاروي، ترڅو مو ټولنه دبیوزلې او فقیرې له مصیبت وژغوري، ولي مشر صیب پۀ دی شرمېږي چې ووایې "زۀ پۀ اقتصاد کې پوه نلرم" که محترم مشر صیب خپله ناپوهۍ پۀ شجاعت سره ومني، هغه څوک چې ټولنېزه پوه ولري ، هغه څوک چې اقتصادی پوه ولري، او د هغوی پۀ وړاندي ووایې چې زۀ نشم کولې پۀ ټولیز ژوند کې کار وکړم، او نشم کولې چې د ټولنې اقتصاد ښه کړم، تاسو ته زۀ مات یم، مخکې له مخکې به د ټولنې زیاتې ستونزي محوه شوي اوسي.
انسان د سهوې او خطا سره مخ کیږي، بریالي هغه دي چې خپلې نیمګړتیاوې ومنې او د اصلاح په فکر کې شي، مګر زمونږ ټولنه کې خبره سرچپه ده ، دلته نه یوازې داچې خپله نیمګړیتا نه منل کیږي، بلکې پۀ هغه چا انتقاد هم کیږي چې ورته يې نیمګړتیا په ګوته کړي.
یوه غوره وینا ده چې وایې ((ناکامي دکامابې مور ده) ) پۀ رښتیا سره چې ناکامي ومنل شي، تر شا یې کامیابې ضرور راځي، مونږ چې هرې ناکامۍ ته دلیلونه لټوو، او ددې پرځاي چې ناکامي تحلیل کړو، پۀ نورو یې پړه ور اچوو ، او خپل ځان ناګرم حسابوو، د ناکامي علتونه نه مطالعه کوو، نو خود به دژوند ټول خواږه له مونږ څخه ځي.
زما دوه وروڼه دی الله دی راته ژوندي لري، تېر کال دواړه پۀ شپږم صنف کې وو، مشر "قسمت" او کشر "محبت" نومېږي، قسمت له محبت څخه دوه کاله مشر دی. تېر کال چې امتحانونه خلاص شول، د قسمت نتائج ډېر پاته وو او محبت اتم که اووم نومره وو، نو کله چې مې له قسمت څخه پوښتنه وکړه چې ستا نتائج ولې دومره پاته دي، قسمت پۀ ځاې ددی چې ویلي یې واې چې محبت له ما څخه تکړه وو، زحمت یې کړي وو، قسمت زمونړ د ټولنې دعادت له مخي ځواب راکړ، چې زمونږ معلیمان هغو کړاڅو ته زیاتي نومرې ورکوي چې څوک ښه ښایست لري، ما ورته وویل چې قسمت خانه! تۀ تر محبت ښایسته یې او هر وخت پاک ګرځی تر محبت پۀ ځواني کې څو چنده زیات یې، قسمت راته وویل محبت چې هر وخت مکتب ته ځي مخ ښه غوړپړ کې بیا ځي ، نو پۀ دی سبب دی له مانه ښایسته ښکارېږي او معلمینو ددی پۀ خاطر له ما څخه مخکې کړي ده. که ما له قسمت څخه دا پوښتنه کړي واې؛ چې قسمت ګله! هغه شل کړاڅي چې ترتا مخکې دی ټول تر تا ښایسته وو. ښایې قسمت ورور داسي ځواب راکړي واې، چې دټول مکتب نوم به یې خراب ښوده، نو قسمت مي پرېښود ما ویل خبره دلته خرابه ده؛ چې ماتې مونږ هېڅکله هم نه منو، که پاې له یې تر هغو ناکامېوو زیاته خرابه هم وي.
مونږ ټول دغه بد رنځ نېولي یوو، قسمت هم داسې دلایل راټلول چې دمنلو نه وو، خو د ده پۀ فکر دایې ښه لار بلله، ځکه چې د ماتې پۀ وړاندې د تسلیمۍ دود زمونږ پۀ ټولنه کې بیخي شته نه.
مونږ او زمونږ ټولنه ټول د قسمت او محبت غوندې کېسه لرو ، که ماتې ومنو او پۀ شجاعت یې ومنو کولی شو ډېرې ناخوالي بندې کړو، که یو بل وزغمو د یو او بل پوه درک کړو، دیو او بل استعدادونه را ویښ کړو، یو له بل سره همکار وه اوسو، ټول به د ژوند له هوساینې خوند واخلو، او ډېر پرمختګونه به ووینو، خو مونږ داسې نه یوو، ماتې خو له سره نه منو، او که یې منو بې منطقه دلایل ورته تراشو، چې دغه شان ماتې منل نه منل شمېرل کیږي.
زۀ چې ډېر وړوکی وم، ممکن د ددرس وئيلو ابتدایه لړۍ مې وه، مونږ ته د کلې مشرانو صاحبانو دکلي پۀ یوه کوټه کې د درس وئیلو لپاره یو معلیم صیب نیولی وو، له ما سره ډېر لوی لوی کړاڅي هم وو، چې له هغوی څخه یو یې زما دتره زوی هم وو، کله چې معلیم صیب د الفباء د درس پاې کې د الفباء دحرفونو
ازموینه کوله، نو د لکۍ دارې (ۍ) پۀ باره کې یې پوښتنې کولې، له ما څخه مخکې دنورو مشرانو ترڅنګ یې زما دتره زوی هم ولاړ کړ ، چې لکۍ داره (ۍ) یې نشواې ښودله ، کله چې معلیم صیب له ماڅخه پوښنه وکړه ما ور وښودله، زما دتره زوي پۀ صبا سهار له درس وئیلو څخه تر دی ننه پاته شو، او دماتې پۀ شرمیدلو دبې سوادۍ داسې کندې ته ګذار شو، چې دقیامت تر ورځي به "دماتې نه منلو" ترخه عواقب جبرانوي، سبب یې دا وه چې ماتې یې نه منله او د ماتې پۀ منلو یې ځان ته شرم ګاڼه.
تر ټولو غوره درسونه له تر ټولو ستونزمنو تجربو زده کېږی، موږ په ژوند کې ماتې خورو او باید ویې منو، که ماتې نه وي، نو د بریا خوند نشته، پکار داده چې ماتې ومنه او پۀ شجاعت سره یې ومنه.