
د روان کال د لړم په ۲۳ د افغانستان د حالاتو په اړه د اسیا بنسټ ”ایشیا فاونډېشن“ د تازه خپرې شوې نظرپوښتنې په اساس راتلونکي ته د خلکو خوشبیني زیاته شوې او دا د هېواد په کچه ښه زېری دی، ځکه چې خلک د نهیلۍ او بې باورۍ له ناوړه او بدمرغه څپو څخه را وباسي.
پښتو متل دی چې دنیا په امید خوړل کېږي. همدغه امید او خوشبیني موږ ته د ښه راتلونکي او ژوند کولو انګېزه او روحیه راکوي او څومره چې دغه روحیه پیاوړې وي، نو همغومره به موږ پر ستونزو برلاسي وو.
په دغه نظرپوښتنه کې د افغانستان د امنیت، اقتصاد، حکومتوالۍ، ټاکنو، رسنیو او د ښځو د اړوند مسایلو په اړه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ زره او دولس ښځې او نارینه پوښتل شوي دي. یانې نظرپوښتنه د افغانستان په کومه محدوده سیمه کې نه ده ترسره شوې چې د ټول هېواد او هېوادوالو استازیتوب دې نشي کړای.
څومره چې په خلکو کې راتلونکي ته خوشبیني ډېرېږي، نو همغومره تحرک او باورمندي ورسره زیاتېږي او د زیات تحرک ګټه داده چې موږ ته د لا وړاندې تګ، کار او حرکت کولو لپاره ډېره انرژي را کوي. زیات زحمت ګاللو ته مو هڅوي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله خلکو ته د سر او مال د درندو زیانونو د اوښتلو تر څنګ زموږ خلکو ته رواني ستونزې پیدا او د بې اعتمادۍ بحران رامنځته کړ او تر ټولو بده لا دا چې دوی یې په خپل او د خپل هېواد په راتلونکي بې باوره کړل.
مګر د ایشیا فاونډېشن نوې نظرپوښتنه ښیي چې افغانان له تېر حالت څخه راوتلي او د نور کله برعکس نن خپل راتلونکي ته خوشبینه دي. په دې کې شک نشته چې دغه خوشبیني د حکومت د زیربنایي او ملي پروژو، فساد سره د مبارزې، د حساب ورکولو او شفافیت سیستم د رامنځته کولو او نورواقداماتو له برکته ده، مګر په دې برخو کې د رسنیو دنده داده چې د ولس د دغې خوشبینۍ د ځلولو او زیاتولو په موخه د حکومت مثبت کړنې لا وځلول شي.
په دې کې شک نشته چې سږکال له پیله تر دې مهاله له امنیتي پلوه د افغانانو لپاره ښه کال نه وو، ځکه د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې داسې بوږنونکې تروریستي پېښې ترسره شوې چې له امله یې زموږ هېوادوال متضرر شول، خو د دې ټولو ستونزو باوجود راتلونکي ته د خلکو د خوشبیني زیاتوالی دا ښیي چې افغانستان او حکومت مثبت جهت او ښه لور ته روان دي.
سره له دې چې د افغانستان دښمنان او تروریستي ډلې غواړي چې د خپلو جنایتونو او بوږنونکو اعمالو په ترسره کولو سره په خلکو کې باورمندي او خوشبیني له منځه یوسي، مګر د ایشیا فاونډېشن د دغې نظرپوښتنې له مخې داسې معلومېږي چې د افغانستان دښمنان او تروریستي ډلې په خپلو ناوړه موخو کې پاتې راغلي او برعکس حکومت په دې توانېدلی چې د خلکو باور خپل او خوشبیني زیاته کړي.
افغان حکومت ته ښایي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې لا جدي او ګړندۍ کړي، ځکه د اسیا بنسټ په دغه نظرپوښتنه کې راغلي چې ۶۹.۸ سلنه خلک فساد په خپل ورځني ژوند کې تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.