
پراخه دښته مې د سترګو مخې ته پرته وه، چې د لېرې غرونو په لمنو کښې ورټولېدله او غرونو ورباندې خپلې لمنې له پاسه غوړولې وې.
ځای ځای د دښتې په زړه کې پرتې ډبرو د غرونو د لرېوالي څخه په ګټه اخستنې کله کله غرونو تر خپل شا غلي کول او د یوې مصنوعي لويۍ دعوه یې کوله، د دښتې لېرې لېرې څنډې زما سترګو ته د سراب څپې درولې، د ګرمې هوا پته د د فوتونونو راښکته کېدو له یوې منظرې سره مل وه.
نه په لنډه فاصله کې د اوبو د ترسترګو کېدو هیله وه او نه په لېرې واټن کښې کوم شنه بوټي تاته د اوبو د زیري ورکولو لپاره سر جګ کړی وو.
داسې ښکارېدله چې اوږده موده دلته د باران څاڅکو له ډبرو او وچو او نیم وچو بوټو څخه خاورې او ګردونه نه وو مینځلي،د ترخې بوټو سره د تماس سره به د ګردونو او خاورو یوه څپه جګه او پر نورو به پریوته او هیڅ ژوندي د ژوند د مینې په نوم کومه هیله دلته نه وه موندلې.
زه خاموشه د دښتې د زړه په لور په ارامه قدمونو ور روان وم،له عجلې او بیړې پرته، د دښتې وروستۍ پیڅکې مې دسترګو د څار تر رسېدو پورې څارلې او غرونه د هرګام څخه وروسته راته لوړ لوړ او رانېږدې کېدل،یوه خاموشي واکمنه وه لکه دښته چې له خپلو ټولو ګډونوالو سره د یوې پېښې د لومړي غږونو د اورېدو په پار پټه خوله شوي وي .
یواځې وم له بوټو او ډبرو سره مې د پښو لګېدلو غږ جوړولو ،د وجود د نفس اخستلو او د زړه غورځېدو راسره په دې سفر کښې ښه کلکه ملتیا کوله ځکه داسې څوک نشته ول چې د دوی په ملګرتیا سیوری وغوړوي او غږ یې خاموشه کړي.
د څو ستړو او ځغاستونکو انسانانو تر لیدو پورې هرڅه غلي ول او د دوی په لیدو چې یوې او بلې خواته یې د یو څه د لټولو لپاره ګرځېدل له یوه مې وپوښتل دلته په دې دښته کښې څه لټوی؟
سړي وویل :وجدان تښتېدلی دی او مونږ یې پیدا کوو!
دې ځواب ماته ګڼ شمېر پوښتنې جوړې کړې خو سړی له ما لرې شوی وو اوس.
دچا وجدان؟
او ولې تېښته؟ د اوسېدو ځای یې ندی خوښ شوی؟
وجدان په طبیله کې اوسېدلو چې تېښتې ته اړ شو؟
هغه به کوم لاش وو چې وجدان به کښې بندي وو؟
دا او نورې پوښتنې مې له خپله ځانه پوښتلې خو زه یواځې وم ،نه سپین ګل اکا شته وو ،نه ملک صاحب او نه هم طارق چې د دوی نظر راسره واخلم،بله لار مې ترسترګو نه شوله په یوه بل پسې ورګړندی ور روان شوم له هغه مې په تلوار وپوښتل :
دچا وجدان تښتېدلی دی؟
دچالپاره وجدان لټوی؟
سړي د تللو په حال کښې وویل:زمونږ د سیمې د واکمن وجدان تښتېدلی دی اټکل کیږي چې همدې دښتې ته یې مخه کړې او په ژوندی توګه یې پیدا کول زمونږ د بقاء لپاره اړین دي.
حیران وم چې چارواکی او واکمن ولې د خپل وجدان د لټولو زحمت نه ګالي؟ د چارواکو او واکمنو وجودونه د وجدانونو لپاره طبیلې او زندانونه دي که..؟
سړی ته می کړه چې ولی ستاسی واکمن خپل وجدان نه لټوي؟
هغه ځواب راکړ چې :چې د چارواکو او واکمنو د وجدانونو د نشتوالي سزاء مونږ ولس ګالو نه چارواکي ،ځکه خو واکمنان د هغه څه لټه نه کوي چې د سزاء ګاللو وېره یې ورسره نه وي،دوی به هیڅکله د وجدان د نشتې څخه سرونه ټکوي او همدا د ولس د تباهۍ لپاره کفایت کوي.
د دښتې وروستۍ څنډې خورا لرې ښکارېدلې او لمر د ډوبېدو په تکل خپل سر د لودیځ په افق کښې دننه کولو،ماهمدلته د لمازدیګر لمونځ اداء کړاو بیرته د کلي په لور راوګرځېدم،دکلي لوړې او ژورو د کلی د ملاصاحب په خواږه غږ د ماښام د اذان تکبیرونه اورېدل کېدل او ټول کلیوال د ماښام د لمانځه په صفونو کښې لاس په نامه د خپل رب په وړاندې ولاړ ول،د اسلامي ورورولی په دی صفونو کښې د ګډون ویاړ مې خپل کړی وو.
ترلمانځه وروسته مې فرصت ترلاسه نکړ چې د وجدان تېښتې غمیزه له سپین ګل اکا سره شریکه کړم همداسی پټه خوله کورته راوګرځېدم خو ځنو پوښتنو ځورولم :
چې مونږ به دا ګڼ شمېر چارواکو ته ضمیر او وجدان له کومه کوو؟
مونږ به د دوی لپاره کومې لارې لټوو؟
د دوی وجدانونه د عربو او افریقا په وچو دښتو کښې ولټوو که د نیویارک ،لندن،پاریس په کوڅو کښې ؟ د دوی وجدان به د دښتې په زړه له لوږې مري؟ که به د اروپا په کوڅو کښې په شرابو نشه وي؟
په درناوي