
د رابرټ زړه تر مورګو ډک شوی وواو جوشېدلو او خوځېدلو ،په نرمه او ښکلې چوکۍ څو شېبې ارام کښېناستل د یوه جنرال لپاره هېڅ وخت دومره ستونځمن نه وو جوړ شوي.
له چوکۍ پاڅېد او قلم یې دمېز په سر وغورځولو ،قلم غریب څو سانتي ورغړېد هر اوښتلو یې ځانګړی غږ اوچتولو او پر جنرال یې بده اغېز کوله.
رابړت د بګرام په هوایي ډګر کښې په کوم کانتینر کښې د تجربې لپاره د ساتل شوي او روزل شوي موږک په ډول ژوند کولو.
سخته به ولې نه وه؟ د دې غرونو هوا څه بل ډول وه،دلته د رابرټ لپاره ونې او طبعي هره ښکلا بدرنګه ښکارېدله،ده داسې حس کول چې د دې ځای کاڼي هم ده ته په سپکه ګوري دا خو لا پریږده چې دلته اوسېدونکي انسانان د له رابرټ سره مینه وکړي،هغوی چې پراخ او اوږده لباسونه به یې اغوستل او په هرګام کښې به یې په سړي یو سلام ورغورځولو،رابرټ به د دوی د بڼو په تصور سره د نفرت او وېرې په ګډوډو څپو کښې زر زر یو څو غوړپه اوبه تر ستوني تېرې کړې.
رابرټ به چې کله په کوم پوځي کاروان کښې وتلو د ټانکونو او زغره والو ګاډو له هر جمپ سره به یې سترګې پټې کړلې لکه دا چې یې وروستی شېبه وي او سړې سړې خولې به ورباندې روانې وې ،د کاروان په لرې او نېږدو کښې ښکارېدونکي هر انسان د رابرټ د سر دښمن په توګه پیژندل کېدلو د هره یوه په لیدل کېدو د رابرټ زړه څه بل ډول درزېدو او غورځېدو ،کله خو به اړ شو چې خپل ځان ته تسلي ورکړي ځکه د زړه د دې حالت راز یې هم له چا سره شریکولی نه شو خو ډار او ویره په هر حالت کښې بده ده.
رابرټ تر دې وړاندې اورېدلي ول د غازي او شهید کلمې خو دلته د مجاهدینو له تورو او کلمو سره د ده غوږونه ډېر مخامخ کېدل،او رابرټ زر پر دې پوه شوی وو چې دا خلک دې کلمې ته ډېر درناوی لري.
هغه اوس په کانتینر کښې تر پخوا ګړندی قدم وهلو ،په نقشو او پرمختللو تکنالوجیو پوښل شوی کانتینر د یوه عسکر لپاره ډېر ښکلی وو خو دلته نه!
مجاهدین؟!
رابرټ یو ځل بیا تر شونډو لاندې همدا کلمه تکرار کړه
او له کوچنی کړکۍ څخه د باندې یې په یوه سورغوږي امریکایی عسکر سترګې ولګېدې چې دکانسروې قطي یې نقلول،دسترګو مخې ته یې یو ځل بیا د تجربو لپاره ساتل شویو موږکانو لابراتوار ودرېد خو زر یې له دې فکره د ځان د ژغورلو هڅه وکړه او ویی ویل چې زه یو جنرال یم باید داسې کوچني فکرونو کښې ځان راګیر نکړم.
ډېر سوچ هغه خولې کړی هم وو،اخر دا کومه جګړه وه چې د کانتینر دننه یې هم له رابرټ خولې تویولې؟ خدای خبر چې څومره به سخته وه خو پرځواب یی رابرټ ښه پوهېدلو او د سړو اوبو د یوه بوتل په څښلو یې د خپلې تندې او د جګړې د دروندوالي په اړه ګواهي ورکوله.
رابرټ ستړی ستومانه پرچوکۍ کښېناست.
دا ځل یې ذهن ته څه نور خلک وروغورځېدل
دټلوالې مشران چې ځانونو ته یې مجاهدین ویل او د دوی کلک دوستان او مدافعین ول،رابرټ په سوالیه نظر مېز ته کتل چې دا تضاد به څنګه حل کوم؟
دامریکایی عسکرو مخالف مجاهد او د امریکایی عسکروپلوي هم مجاهد؟
خبره رښتیا چې درنه وه
د رابرټ له فکر څخه چینايي سلاټه جوړه شوې وه او هېڅ د وتلو لار یې نه شو پیدا کولی.
له دې سره جوخت ده ته خپل مخکنی ساده خو امریکایانو ته وفادار دوست جنرال دوستم ورپه یاد شو د دوستم بڼه هسې وه چې رابرټ ته هغه پیشو او ځان ورته موږک ښکارېدلو نو د پیشو له وېروونکې بڼې حتما نفرت ورته زیږېده ،د دوستم لوی لوی بریتونه،او د سر جګ او نېغ نېغ ولاړ وېښتان هر وخت د رابرټ په فکر کښې د دوستم د بدرنګی قیصه لیکله،خو دوستم یوځل ده ته ویلي ول چې تاسې ډېر شهیدان ورکړي باید همدلته اوږده موده پاتې شی.
زړه یې غوښتل چې دوستم ته زنګ ووهي خو د دوستم د پوهولو ستونځې له دې کاره هم راوګرځولو.
د شپې په یوه بجه رابرټ په واټس اپ کې له امریکا سره وصل وو،چاته ګیلې،چاته هیلې او له چا یې لارښوونې اخیستې وې تر هغه چې خوب په بستره وغځېد.
دا مهال یې په ذهن کښې یو شیطاني فکر ګړندی منډه وکړه او د رابرټ سترګې له خوښۍ وګډېدلې.
په همغه سهار یې رسنیو ته وویل چې امریکایی عسکر او افغان سرتېري مجاهدین دي،خو
رابرټ یوه ستره تېروتنه کړې وه هغه خپل پخواني یاران ،ټلواله او دوستم د مجاهدینو په لیکه کښې له ځانه سره نه ول درولي له همدې کبله وه چې عطامحمدنور له غوسې چای جوش په لغتو وهلې وه او پښه یې هم سوځېدلی وه او د نورو یې هم تر دې حالت بد نه وو.
رابرټ رښتیا چې ډېر بې وفا څرګند شو څه به شوي ول که ټلواله یې هم یاده کړی وی ،دنیا خو نه ړنګېدله؟
مجاهدین !
یوه ارزښتمنه کلمه وه ،دوست او دښمن په کښې د ځان د پټولو هڅه کوله حتی د جهاد دښمن رابرټ هم ورته پناه راوړې وه،دا دومره له عزت او کرامته ډکه کلمه وه چې دښمن یې سیوري ته دژغورلو په توګه راتللو.
ځنو خپل خیانتونه او هېوادپلورنی په کښې پټولې او ځان ته یی د مجاهدینو لباس ټاکلو.
ځنو یې د ارزښت د له منځه وړلو هڅه کوله او اشرار یې ورته ویل او ځنو یې تر کلونو دښمنۍ وروسته مرستې ته اړ ول.
ایاد کمونستانو لپاره په کار نده چې نور دوی هم ځانونو ته مجاهدین ووایی؟ او غربپال هم باید له وړاندې دې ته اماده شي.
ځکه د مجاهد کلمه یوه سپېڅلتیا ده،د حق او عدالت هیله ده ،د ژوند پر لارو د انسانیت د ژغورنې هڅه ده او
دښمنان یې کمونستان،غربپال،ټلواله،رابرټ او نور مفسدین دي .
اوس که دوی یو بل ته مجاهدیننو لقبونه ورکړي که یې د دښمنۍ غږ اوچت کړي دا ټول په دې معنی چې دوی د دې درنې کلمې او ارزښت د له منځه وړلو ناکامې هڅې کوي.
مجاهدین د انسانیت پر سپېڅلتیا د انسان د ژوند په سختو پړاوونو ،جګړه ،اور او وینو کښې د باور سرلیک دي او دا سرلیک هېڅ غدار او هېوادپلورونکی له ځانه سره نه شي وړلی ځکه خو د رابرټ او هېوادپلورونکو لپاره دلته د پناه کوم ځای نه موندل کیږي او نه څوک ورباندې تېروځي.
په درنښت