
د داعش لپاره د پلازمېنې د انتخاب د چارو مسئول نیکولسن تر مطبوعاتي اعلان وروسته چې ویی ویل داعش خپله پلازمېنه افغانستان ګرځولې ده خبره څرګنده شوله، له یوې خوا په سوریه او عراق کښې د داعش فعالیتونه خاموشه شول او له بلې خوا د افغانستان بېلا بېلو سیمو ته تازه دمه بهرني او داخلي داعشیان له اسمانه راکوز شول، همدلته ده چې د سیاسي پېښو څېړونکي وایې چې نیکولسن د داعش راښکته کېدل او افغانستان د پلازمېنې په توګه غوره کول په خوب لیدلي دي او الهام ورته شوی دی ځنو غربپالو خو دا د نیکولسن له ناویل شویو کرامتونو څخه ګڼلی ده.
اوس اوس خبره نوره هم روښانه شوله دا چې د داعش طرحه د سوریی او عراق لپاره پای ته ورسېده د نړیوالو لویو او کوچنیو هیوادونو لخوا تائید کړل شوه، عراقي چارواکو د امریکایی بادارانو په غوښتنه یې همدا اعلان وکړ چې داعش نور په بشپړه توګه له منځه ولاړ په ورته وخت او همهاله توګه روسانو له سوریی څخه د داعش د له منځه تللو اعلان وکړ، دا به تصادف وګڼو چې په سوریه او عراق کښې داعش په ورته وخت او ټاکلي ساعت او دقیقو کښې پای ته رسیږي خو دې ته به د توافق نوم ورکړو چې روسیه او امریکا یې په یوه خوله د له منځه تللو خبره کوي.
افغانستان د داعش د پلازمېنې په توګه تر غوره کېدو وروسته بلک واټر هم خپل وزر وڅنډل او د افغانستان په اړه د دوی څرګندونې د افغانستان تر ځمکه لاندې زېرمو د چور او تالان په اړه د ټینګار څخه سرچینه اخستله، بهرنیو خبري سرچینو په چټکه توګه د جنیاتو په خوله دا خبر تر لاسه کړ چې فرانسوي او الجزایري داعشیان د وخته د افغانستان شمال ته ورسېدل او هلته یې خېمې ووهلې او یا هم دې رسنیو ته امریکایي چارواکو ویلي دي چې زمونږ فرانسوی داعشی د افغانستان شمال فلان سیمي ته ورسېد او د نن ماښام تر ډوډۍ خوړلو وروسته مو ورسره خبرې وکړې له دې معلومیږي چې امریکايي چارواکي د داعشیانو هویت، ځای ځایګي په اړه بشپړ معلومات لري او په دې پوهیږي چې کوم داعشي ته کومې سیمې ته د تللو او کوم مسئولیت ورته سپارل شوی دی،کېدای شي د نیکولسن په ټلیفون کښې د ډېرو داعشیانو د ټلیفونونو نمبر ثبت وي او نوموړی به ورسره وخت ناوخت د زړه خواله کوي.
سپین ګل اکا به د کلي په مسجد کښې تل دا خبره کوله چې مرغان هغه سره کښېني چې بڼکې یې سره برابرې وي!
ایا داعش او بلک واټر یو له بل سره د خپلو بڼکو پر برابرۍ باور لري که یو له بل څخه د خپلو بڼکو په اوږدولو او یا هم په مهاله توګه یو بل ته د اوږې ورکولو؟
که د افغانستان کانونو او تر ځمکې لاندې زېرمو د چور او وړلو خبره د سرلیک په توګه ومنو نو د بلک واټر د دې طرحې لپاره هم د داعش په څېر جنګیالي کلک ضرورت دي تر څو افغانان ووژني د جګړې اور تود وساتي او بلک واټر او امریکايي یرغلګر به د افغان وژنې په دې بهیرکښې د افغانانستان ټولې تر ځمکه لاندې زېرمې چور او وتښتوي.
د ټرمپ له راتللو سره نوموړي په څرګنده توګه وویل چې د افغانستان کانونه به په نښه کړي او باید د دې کانونو څخه امریکا ګټه پورته کړي په همدې لړ کښې وه چې په تېر کښې امریکایی جنرالانو د معادنو له وزیرې څخه سره تکراري لیدنې درلودلې او دوی د چین سره په دې اړه د کړو تړونونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده،په وروستیو کښې د ولسي جرګې ځنو وکیلانو هم په دې اړه اندېښنه ښودلی ده چې امریکایان هڅه کوي د افغانستان ټول معدنونه تر خپل کنترول لاندې راولي او حکومت یې هم مخه نه شی نیولی د دوی په خبره چې د امریکایانو په لاس د هیواد د معادنو د چور او چپاول دا لړۍ که ونه درول شي نو د هیواد د راتلونکو نسلونو سره به نه جبرانېدونکی غدر او خیانت وي.
د داعش او بلک واټر د دوو امریکایی طرحو نارې هم مهاله اوچتېدل د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی له همدې کبله ټینګار پر دې دی چې افغانان د امریکا د ټولو دسیسو په وړاندې یو بل ته لاسونه ورکړي د داعش په اړه خوشباوري د بلک واټر سره تر خوشباوری چندانې توپیر نلري.
په درنښت