دکعبې امام وختي راویښ شو!

د کعبې امامه څه د ګیدړې په اذان راویښ شولې مونږ د دومره وختې د پاڅېدلو تصور لا په خوب نه وو لیدلی چې ته د سروزرو د مایکونو مخې ته د جمعې په ورځ ودرېدلې پر کاغذ لیکل شوې اوږده پرپړه د څه په جوش او خروش لوستله،حتې تر ډېره به د ساه ودرېدله او بیا به له سره په تازه هوا ورباندې ورشېوه شولې ،سپین پړونی او اوږده ږیره د دې مایکونو شاته ډېرو لیدلې وه ،کلونه کیږي چې د خدای په کور کښې امام یې او هلته دعاګانې لولې،هلته نصیحتونه کوې او اوږده لیکل شوي کاغذونه لولې د ځنو لغتونو د لوستلو پر مهال کله کله د نابلدتیا له کبله لږ اهسته او ورو کیږې او توري توري یې لولې..

په هر حال ته د خدای ج په کور کعبه کښې امام یې ته د قران حافظ یې او ډېر د ښایی د غږ مینه وال وي د دې له خاطره څه درته ویلی نه شو ځکه د حق منبر ته ختلی یې خو په دې معنی نه چې دا محراب ستا برخه دی او یا د دې حق اداء کړی دی او یا یې وړتیا لرې د تپل شویو غاصبو واکمنو له لوري یو تپل شوی امام یې او د هغوی غږ لوړوې هغه هم له کعبې څخه،د خدای تعالی له کور سره همدا ستره جفا ده خو څه به یی کوې چې یو وخت مشرکینو هم دلته واکمني کړې وه خو ولاړل د تاریخ برخه شول..

هغه ورځ د جمعې په خطبه کښې په لومړی ځل په افغانستان کښې د سولې او امن ناره وکړه، ایتونه او حدیثونه د یو په بل پسې په لیکه کړل د سولې ستر مینه وال څرګند شولې ،له کلونو وروسته چې ته په افغانستان کښې د یوې ناروا جګړې په اور خبریږې او دعا کوې او سوله او ورورولي یادوې سړې تعجب کړې،رښتیا به وایم ستا له استعداده مې په دې کچه توقع نه وه.

دا استعداد او وړتیا دله کومه کړه؟
د انسانیت په مینه کښې د په زړه کښې کوم بڅری والوت که د سیاسیونو یوه نوي فرمان د ژبه وخوځوله؟
دا څه دروشول؟ ته خو دومره حساس او بادرده نه وې؟ ته خود ستړو ملتونو او ولسونو په دردونو نه ځورېدلې ؟

دا چا درباندې وکړل؟ ته خو د یمن او غزې په ماشوم وژنو نه دردیږې نن څنګه زمونږ د هېواد په دردېدونکي حالت ودردېدلې حتې اوږده کلونه زمونږ د هېواد د ترخه حالت منظره ګورې او هېڅ هم سر نه ورباندې ګروې مګر نن؟

نن د څه ولیدل؟ که کومو خوړو او اوبو درباندې اغېز وکړ ؟
سړی له ځانه سره هسې هیله مند شی او کله کله ووایی چې د کعبې امام به په غزه کښې د یهودو وحشت هم وغندي په یمن کښې د ماشوم وژنې او اماراتو د زندانونو د وحشت تور مخ به هم څنډي په مصر کښې د کودتا په تل کې د قربانیانو پر هډوکو به هم اوښکې توی کړي او د مصر کودتاچیانو ته به د اصلاح دعا وکړي مګر ته له کودتاچیانو سره غاړه غړی ګرځې او جنرال سیسي ته په کعبه کښې ښه راغلاست وایی ، او د سوریی او عراق دردونکی حالت به خپل رب ته په دعا کښې یاد کړي مګر

کله چې زمونږ د هېواد په اړه ستا اوږده خاموشي راته رایاده شي دا هسی تش خیالونه او وهمونه راته څرګند شي هسی لکه ستا موجودیت او دعا چې هم یو وهم وي
له اخلاصه تش لاسونه د هم د دعا په نوم یو داغ شي انسانیت ته!
سړی ډېر درڅخه ستړی شي ،ستاسی دعاګانې او د مفسدو واکمنو په لومو کښې ستاسې نڅېدل د سړي د زغم او حوصلې لپاره امتحان جوړ کړي.

مونږ ستا په څېر هره ورځ د د خدای تعالی په کور کعبه کښې لمونځ نه شو کولی، مونږ په کیلومترونو له هغه ځایه لرې یو ،ډېر غواړو چې هلته ولاړ شو او دعا وکړو خپل رب ته لاسونه پورته کړو خو داسې یوه دعا چې زمونږ او زمونږ د رب تر منځ د اخلاص شاهدي اداء کړي خو ستا د دعا په څېر دعا نه!

زمونږ لپاره ستا دعا یوه سیاسي لوبه غوندې ښکاري او که چېرته د اخلاص او صداقت وړتیا لرې او خدای تعالی ته په رښتیا مخ کړې ښایی د سعودي په تورو زندانونو کښې به پروت وې بیا به د سروزرو د مایک خیالونه هم درته ګران شي ځکه همداسې ښه یې چې کله واکمنو درته ویل چې دعا وکړه دعا کوه او چې کله یې درته ویل چې خاموشه اوسه نو غوږ مه ښوروه!

ډاډه اوسه دا امت ستا له دعاګانو کومه توقع نلري او نه ستا دعاګانې د امت لپاره دي.
خواجه عبدالله انصاري ویلي ول چې:
الهي ابوجهل ازکعبه مې اید و ابراهیم از بتخانه،کار به عنایت بود ،باقي بهانه!
په درناوي