په لندن کې څيړونکې توانيدلي ،چې دوياګرا داسې ګولۍ رامنځته کړي ،چې دښځو شهوت راوپاروي او دا زمينه په لاس ورکړي ،چې له اړتيا سره سم وکارول شي . کېدای شي دا ګولۍ دميلونونو ښځو هغه ستونزه له منځه يوسي ،چې تل به ېې ورځنې سر ټکاوه .
(( سن )) نومي ورځپاڼه کاږي ، چې څېړونکې لګيا دي او هڅه کوي ،چې دادوا د وياګرا پر ګوليو واړوي لکه څرنګه ،چې دسړيو هغه دي او له سړيو سره ېې په دې برخه کې ډيره مرسته کړې هم ده .
ورځپاڼه زياتوي نږدې 40% ښځې دخپل ژوند په يوه پړاو کې ارومرو له جنسي ستونزې سره مخ شوې دي څيړونکي له دې ستونزې سره لاس وګريوان و هڅه به ېې کوله ،چې له ښځو سره په دې برخه کې مرسته وکړي . اوس به دا ستونزې په دې ډول حل کاندي .
سن ورځپاڼه کاږي : اوس موږ هغو ګډو لاملونو ته نږدې شوې يو ،چې دښځو جنسي ستونزه حل او شهوت ېې راوپاروي او دا مهال د وړ درمل پر جوړونې بوخت يو .
وروستي