
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک د ۲۰۰۹ز کال د سپټمبر پر پینځمه په پاکستان کې د بلک واټر د شتون په اړه داسې وویل: بلک واټر په پاکستان کې عملیات نه کوي، موږ خپل سیستم او قوانین لرو او هېچا ته به اجازه ور نه کړو چې له دې ځایه عملیات تر سره کړي. د رحمن ملک څرګندونې په داسې حال کې مخ ته راځي چې د پاکستان استخباراتي کړۍ، خلک او سیاسي ډلې په پاکستان کې د بلک واټر شتون مني. د پاکستان د دفاعي چارو شنونکې شیرین میزاري وايي چې بلک واټر یوازې په پښتونخوا کې نه بلکې په اسلام آباد کې هم اوس عملیات کوي.
جنرال میرزا اسلم بیک وايي چې مشرف د پاکستان په سترو ښارونو لکه اسلام آباد، راولپنډۍ، پېښور او کویټه کې بلک واټر امنیتي کمپنۍ ته د ترور په موخه د عملیاتو جواز ور کړی او د دې تر څنګ د پاکستان FC ملیشه ته روزنه هم ور کوي. اوس خو لا پاکستان د بلک واټر هغه کار کوونکي Craig Davis ته چې پخوا یې له طالبانو سره د نا قانونه اړیکو له امله له پاکستانه شړلی و، بېرته پاکستان ته د ورتللو اجازه هم ور کړه.
پر دې سربېره بلک واټر په پاکستان کې داسې پټ مرکزونه لري چې د ډرون بې پیلوټه الوتکو څارنه ترې کوي، دا په داسې حال کې ده چې دا کار به پخوا CIA تر سره کاوه. د یادونې وړ ده چې د ډروان د هغو حملو په ترڅ کې چې د بلک واټر له خوا یې څارنه کېدله د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسید ووژل شو.
اوریا مقبول جان په ایکپریس ورځپاڼه کې لیکي چې د بلک واټر مرکزي دفتر د پېښور په ټاون سیمه کې دی.
بلک واټر په پاکستان کې داسې امنیتي کمپنۍ استخدام کړي چې په دغه هېواد کې سترو مالي او تجارتي ادارو ته امنیتي خدمتونه برابروي. بلک واټر دې ته لېواله ده چې طالبانو ته د تمویلوونکو سرچینو په اړه معلومات را غونډ کړي.
د رپوټونو له مخې، د بلک واټر کار کوونکي په قبایلي سیمو کې هم کړنې لري. د پاکستان استخباراتي سرچینې وايي چې د بلک واټر ۲۰ – ۲۵ کار کوونکي د صوبه سرحد په قبایلي سیمو کې په کار بوخت دي خو ځانونه دیپلوماتان او یا هم د امریکا استخباراتي کړیو پورې تړلي ښيي.
پاکستاني استخباراتي کړۍ قبایلي سیمو ته د بلک واټر د راتګ دوه لاملونه په ګوته کوي:
لومړی، چې د القاعده او طالبانو هغه مشران ونیسي چې ګمان کېږي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پټ شوي دي. دویم، چې د هغو ګڼو پروژو لپاره امنیت برابر کړي چې په صوبه سرحد او ځینو قبایلي سیمو کې د USAID له خوا پیل شوي دي.
د Spider Group، چې د FBI له خوا سپانسر شوې، اکثره غړي پاکستاني استخباراتي او پوځي تقاعد شوي افسران عیسویان دي چې له پینځو کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په عملیاتو بوخت دي. د Spider Group ګڼ شمېر جاسوسان چې د القاعده او طالبانو د مشرانو د نیولو په موخه استخدام شوي، د طالبانو له خوا په قبایلي سیمو کې وژل شوي دي.
دفاعي او امنیتي شننونکي استدلال کوي چې د بلک واټر شتون به د پاکستان امنیتي وضع لا پسې پېچلې کړي. دفاعي او امنیتي شننونکی حامد میر وايي چې د بلک واټر شتون زموږ د ملي امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی. نوموړی زیاتوي چې بلک واټر اوس یوازې په پېښور کې نه بلکې په کراچۍ کې هم فعالیت کوي.
حامد میر وړاندې وايي چې بلک واټر د افغانستان او عراق په څېر په اسانۍ سره په پاکستان کې خپل عملیات نه شي تر سره کولای ځکه چې هلته د نیواکګرو ځواکونو له ملاتړ څخه هم برخمن دي خو په پاکستان کې وضع بل ډول ده.
د بېنظیر بوټو او رفیق حریري په وژلو کې د بلک واټر ښکېلتیا:
د پاکستاني استخباراتو پخوانی رییس جنرال میرزا اسلم بیګ بلک واټر د بې نظیر بوټو او رفیق حریري په وژنو کې ښکېل بولي. نوموړی زیاتوي چې امریکا په پاکستان کې په خپل سفارت او قونسلګرۍ د ډار له امله په دغه هېواد کې د بلک واټر له شتون نه انکار کوي. څه موده وړاندې یو امریکايی خبریال ډیک چیني د رفیق حریري په ترور کې په لاس لرلو تورن کړ. نوموړي ویلي و چې ډیک چیني یوه داسې ترهګره ډله اداره کوي چې اصل ماموریت یې په افغانستان او لبنان کې د نامتو کسانو ترور کول دي.
د اسلام اباد او پېښور چاودنې:
په افغانستان کې د القاعده عملیاتي مسؤل مصطفی ابوالیزید وايي چې د پېښور په بمي چاودنو کې بلک واټر لاس لري. ویل کېږي چې په عراق کې هم دا ډول چاودنې د بلک واټر له خوا تر سره کېږي. د دې کار لامل دا ښودل کېږي چې بلک واټر معمولا هغو هېوادونو ته استول کېږي چې له امریکا سره یو ډول نه یو ډول دښمني پالي او د بلک واټر دنده دا وي چې یو هېواد له دننه نه بې ثباته کړي تر څو یې ماتېدو یا له منځه تلو ته لار هواره شي.
که څه هم طالبان د پېښور د کانټینیټل هوټل د چاودنې پړه مني خو یو لیکوال ډاکټر سید عالم محسود دا او په اسلام اباد کې د میریټ هوټل پېښې د امریکا او پاکستان د استخباراتي کړیو یو پر بل ګزار ګڼي.
د پریس تلویزون د رپوټ له مخې د پاکستان د پوځ د استخباراتو پخواني مشر محمد اسد درانی وایي چې د بلک واټر مامورین د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو څارنه کوي او د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه هم کوي.
دیادونې وړ ده، چې د پېښور په کانټینینټل هوټل کې د باوري سرچینو له مخې له ۷ تر ۱۵ بلک واټر کار کوونکي وژل شوي دي.
ایریک پرینس وايي چې په ۲۰۰۸ز کال کې چې په میریټ هوټل کوم ماښام ځانمرګی برید وشو، تمه وه چې دی په هماغه ماښام دغه هوټل ته لاړ شي خو خپل سفر یې لغوه کړ او لامل یې دا ښیي چې له امریکا نه یې خبر تر لاسه کړ چې یو کلن زوی یې د اوبو حوض کې لویدلی و چې وروسته یې دولس کلن ورور ژغورلی دی.
بلک واټر او ډاکټر عبدالقدیر:
د جماعت اسلامي صوبايي مشر ډاکټر وسیم اختر په اسلام آباد کې د بلک واټر پر شتون سختې نیوکې کړي او وېره یې څرګنده کړې چې بلک واټر په دې هڅه کې دی چې ډاکټر عبدالقدیر له منځه یوسي.
د بلک واټر مشر ایریک پرینس له Vanity Fair ورځپاڼې سره د یوې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړې چې CIA له بلک واټر څخه غوښتي چې پاکستانی ساینسپوه ډاکټر عبدالقدیر خان ترور کړي، نوموړی زیاتوي چې د دې مانا دا ده چې د عبدالقدیر خان د ترور هڅې تر هغې زیاتې وې چې پخوا یې فکر کېده.
رپوټ زیاتوي چې په دوبۍ کې د CIA ټیم ډاکټر عبدالقدیر موندلی و او نږدې وه چې ترور یې کړي خو د واشنګټن له خوا یې اجازه ور نه کړل شوه.
که څه هم د بلک واټر اوسمهالې اداره له CIA سره په پټو عملیاتو کې له ملتیا څخه انکار کوي خو د بلک واټر مشر بیا دا مني چې په افغانستان او عراق کې د ځینو ډېرو مهمو یرغلونو په ګډون یې په ځینو ډېرو نورو حساسو عملیاتو کې له CIAسره مرګرتیا کړې ده.
په همدې رپوټ راغلي چې بلک واټر د القاعده او طالبانو د مشرانو د وژولو ټیکه هم اخیستې ده.
پر دې سربېره په پاکستان کې د بلک واټر له خوا یو لړ نیونې او تښتونې شوي، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د کرکټ ډېر مشهور پښتون لوبغاړی عمران خان وايي چې د ده د ګوند ځینې غړي د بلک واټر او CIA ایجنټانو تښتولي دي او وايي چې دی پر قبایلي سیمو د امریکا د حملو مخالف دی ځکه یې د ګوند غړی نیول او تښتول کېږي.
په پاکستان کې د بلک واټر ګزمې او د هندي مهاجرو او پښتنو پر دندو ګمارل:
په كراچۍ، اسلام آباد او پيښو ركې د بلك واټر د امنيتي كسانو ګزمې ډيرې زياتې شوي چې په اسلام آباد كې يې څو ځله له ځايي پوليسو سره لانجې را ولاړې شوي هم دي چې خبره يې آن په پارلمان كې تر بحثونو پورې رسيدلې ده.
د پاكستان رسنيو په دې وروستيو كې داسې رپوټونه خپاره كړل چې په كراچۍ كې د هندي مهاجرو ډله له دې كمپنۍ سره ډيره نږدې شوې ده، په امنيتي ګروپونو كې د همدې ډلې كسان ګوماري، دغه ډله د قومي شخړو او بدماشۍ يو اوږد تاريخ لري په ځانګړې توګه له پښتنو سره ډيره كينه لري، پښتانه د القاعدې او طالبانو په نامه ځپي. په پيښور كې بيا د نيشنل عوامي ګوند خلك په دندو ګوماري چې له نورو سياسي او مذهبي ګوندونو سره ډير ترينګلي روابط لري. دغه ډول سياست پخپله په سيمه كې د قومي شخړو زمينه برابر وي او د سيمې ثبات له ګواښ سره مخامخ كوي.