بلک واټر په عراق کې


د عراق په جګړه کې بلک واټر د یوه تړون کوونکي په توګه د متحده ایالاتو لپاره ډېر ښه رول ولوبوه. په ۲۰۰۳ز کال کې بلک واټر هغه ستر تړون، پرته له دې چې بل څوک ور سره په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، تر لاسه کړ، چې ۲۱ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود او موخه یې د Coalition Provisional Authority د مشر L. Paul Bremer. ساتنه وه.
بلک واټر له متحده ایالاتو سره د جګړو په حوزو کې د متحده ایالاتو او نورو بهرنیو چارواکو د ساتنې په موخه یو بل پینځه کلن تړون هم لري چې یو بیلیون ډالره ارزښت لري.
په ۲۰۰۶ ز کال کې بلک واټر له متحده ایالاتو سره یو بل ډېر ګټور تړون هم لاسلیک کړ، چې په عراق کې د متحده ایالاتو د سفارت، چې په نړۍ کې د امریکا تر ټولو ستر سفارت دی، د دېپلوماتانو ساتنه وکړي. د پنټاګون او بلک واټر د اټکل له مخې د شلو او دېرشو زرو تر منځ امنیتي کارکوونکي په عراق کې شتون لري.
په عراق کې د کار لپاره، بلک واټر له نړیوالو شرکتونو نه کسان راوستل، چې ویل کېږي ۲۱ زرو ته یې شمېر رسيږي او پخوا یې د ځانګړو ځواکونو یا عسکرو په توګه دندې تر سره کولې او ځینې یې د قانون پلي کولو ادارو استازي وو، چې اوس تقاعد شوي دي او له بلک واټر سره کار کوي. د بېلګې به توګه، د بلک واټر رییس Gary Jackson دا تصدیقوي چې د دوی ځینې کارکوونکي د بوسنیا، فلیپین او په سویلي امریکا کې د چیلي هېواد دي.
د یادونې وړ ده چې بلک واټر د نړۍ له ګوټ ګوټ نه تقاعد شوي پوځي افسران، ورنکاري، بدمعاشان او مجرمین په دندو ګمارلي دي.
بلک واټر عراقیان په دې موخه پر دندو وګمارل چې د نورو عرقیانو پر وړاندې ترې کار واخلي.
د ۲۰۰۵ز کال نه د ۲۰۰۷ز کال تر سپټمبر پورې په عراق کې د بلک واټر امنیتي کار کوونکي د ډزو او ویشتلو په ۱۹۵ پېښو کې ښکېل وو چې له دې څخه په ۱۶۳ پېښو کې دوی لومړی په ډزو پیل کړی.
بلک واټر په عراق کې یوازې د ۲۰۰۷ز کال د سپټمبر پر شپاړسمه نېټه ۱۷ بې ګناه عراقیان ووژل.
د ۲۰۰۵ز کال د فبرورۍ پر ۱۶مه د بلک واټر ساتندویانو، چې د امریکايي ځواکونو یو کاروان یې بدرګه کاوه، د یو عراقي پر موټر اویا ډزې وکړې او معلومه نه شوه چې څو تنه په دغه ګاډي کې له منځه لاړل ځکه چې کاروان ور ته تم نه شو.
د ۲۰۰۶ز کال د Christmas (د عیسی علیه السلام د زېږېدو د ورځې اختر- د ډېسمبر ۲۵مه) پر شپه د عراق د لومړي وزیر ودانۍ نه بهر د عراق د ولسمشر د مرستیال ساتونکی عادل عبدالمهدي ووژل شو، چې عراقي حکومت یې Andrew J. Moomen (دبلک واټر کار کوونکی)، پر وژلو تورن کړ. دا پېښه په داسې حال کې را منځته شوه، چې Moomen نشه و. بلک واټر نوموړی له دندې ګوښه کړ، خو پرته له دې چې محاکمه شي متحده ایالاتو ته یې واستوه، چې وروسته په کویټ کې بیا پر دنده وګمارل شو.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې په عراق کې د امریکا سفارت لوړ پوړي امنیتي چارواکي Jhon Frese له دې نه انکار وکړ چې د بلک واټر کار کوونکي محاکمه کړي، د ده په وینا دا د بلک واټر د کار کوونکو مورال او روحیه کمزورې کوي.
بلک واټر او د بې ګناه عراقیانو دیت:
بلک واټر کمپنۍ دا منلې ده چې د بې ګناه عراقیانو دیت پرې کړي، دې معاملې هغه مهال سر ونیو کله چې یوې امریکايي محکمې د بغداد د ۱۷ شهیدانو پینځه قاتلین بري اعلان کړل، د بغداد حکومت هم د دغې محکمې تر پرېکړې وروسته په یوه بیان کې ویلي چې د بلک واټر هغه پینځه کار کوونکي به چې په بغداد کې یې ۱۷ بې ګناه عراقیان ووژل، محکمې ته راکاږي. خو د هغې هوکړې له مخې چې واشنګټن د بغداد له لنډمهالې ادارې سره په ۲۰۰۳ز کال کې تر نیواک وروسته لاسلیک کړې، دا شونې نه برېښي چې د دغو پینځو قاتلینو محکمه دې لږ تر لږه په عراق کې تر سره شي. د بغداد د نیسور څلور لارې یو قرباني وايي چې ما تر اوسه هېڅ نه دي تر لاسه کړي او زه غواړم چې د بلک واټر ساتونکي جنايي محکمې ته راکاږم. نوموړی چې د سترګو لید یې له لاسه ور کړی، وایی: که دوی ما ته د نړۍ ټولې پیسې راکړي خو څه به یې کړم زما د سترګو نظر خو بېر ته نه شي راوستلای.
د همدې پېښې یو بل قرباني سمیع حواس حمود ابو العز Associated Press ته ويلي چې بلک واټر د هر مقتول لپاره ۱۰۰،۰۰۰ او د هر ټپي لپاره له ۲۰،۰۰۰ څخه تر ۵۰،۰۰۰ پورې امریکايي ډالره د دیت په توګه وړاندیز کړی.
د هغه قانونپوه په وینا چې په همدې پېښه کې ټپي شوی و، له اوولسو څخه د شپاړسو وژل شویو وارثانو په ۲۰۰۸ز کال کې له امریکايي څارنوالانو سره یو ناسته لرله چې په ترڅ کې یې ټولو د بلک واټر له خوا وړاندې شوی دیت منلی دی. پر دې سربېره ویل کېږي چې د وژل شویو وارثانو په استمبول کې د بلک واټر له څارنوال سره هم کتلي چې په پایله کې یې دیت منلی دی. بلک واټر له دغو وارثانو نه لاسلیکونه اخیستې دي او د دیت د منلو اقرار یې ترې ثبت کړی دی. خو له دوی څخه نهه وارثان د عراقي پارلمان له مرستیال څخه د دغې هوکړې لغوه کول غوښتې دي او ویلې یې دي چې دا هوکړه موږ د فشار له امله منلې وه.

په عراق کې د بلک واټر وژل شوي کار کوونکي:
د یویې احصایې له مخې په عراق کې د بلک واټر په ګډون د شخصي امنیتي کمپنیو ۹۱۷ کار کوونکي وژل شوي دي او پر دې سربېره ۱۲۰۰ نور هغه ټپیان شوي دي.
د ۲۰۰۴ز کال د مارچ په ۳۱مه نېټه د بلک واټر د امنیتي مشاوریت (BSC) څلور کاروکونکي د یو کمین په ترڅ کې په فلوجه کې ووژل شول او په پلونو وځړول شول او ویل کېږي چې د دې پېښې اساسي لامل په فلوجه د امریکايي ځواکونو یرغل و. پر دې سربېره په هغې چورلکه کې چې د ۲۰۰۵ز کال د اپریل په ماشت کې را نسکوره شوه، د بلک واټر شپږ کار کوونکي ووژل شول.
د ۲۰۰۷ز کال د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه د بلک واټر یوه بله چورلکه رانسکوره شوه، چې له امله یې پینځه کار کوونکي له منځه لاړل.
عراق ته د نا قانونه وسلو په لېږد کې د بلک واټر ښکېلتیا:
د ۲۰۰۸ز کال د نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې بلک واټر باید میلیونونه ډالر جرمانه د دې لپاره ومني چې پرته له اجازې او ټکس یې په سلوګونو میله وسله عراق ته انتقال کړې چې ګمان کېږي یوه برخه یې د عراق تور مارکیټ ته هم رسېدلي وي. خو د بلک واټر چارواکي له دې څخه انکار کوي او د خپلو نورو کار کوونکو نه هم ځانونه بې خبره ښيي چې ګنې د بې قانونه وسلو په انتقال کې ښکېل دي.