
بارک اوباما افغانستان ته ډېر پټ او غير متوقع سفر درلود. نوموړي د امريکا پر ژمنې چې ګنې القاعده او سخت دريځه ملګري به يې پر هغې ځمکې له منځه وړي چې د يوولسم سپتمبر حمله يې په کې طرح کړې وه ، ټينګار وکړ.
له کابل څخه د اوباما ټوله ليدنه کتنه په شپه کې تنظيم شوې وه. او باما له خپلې دې پرېکړې چې خپل پوځونه درې برابر کوي، کلکه دفاع وکړ او ويې ويل چې د امريکا د امنيت د خوندي ساتلو لپاره د امريکا د پوځيانو قرباني حتمي ده.
اوباما د افغان چارواکو د احتساب کلکه غوښتنه وکړه ترو څو د فساد مخه ونيول شي، قانون پلی شي او دې ته لاره هواره نه شي چې خلک د مخالفينو په ليکو کې ځای پر ځای شي.
بارک اوباما نږدې ۲۵۰۰ پوځيانو او ملکي مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ کې داسې ووي: (( ستاسو خدمتونه بېخي ضروري دي، د امريکا د خونديتوب او امنيت لپاره بېخي ضروري، هغه وګړي چې په امريکا کې دي، پر تاسو پوره باور لري او موږ نه شو کولای دا هېر کړو چې موږ ولې دلته يو؟))
واک تر رسېدو وروسته افغانستان د بارک اوباما دا لومړی سفر و، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۹ ز کال د لومړيو دريو مياشتو په پرتله د ۲۰۱۰ ز کال لومړۍ درې مياشتې د امريکايانو لپاره ډېرې خونړۍ وې، په دې مانا چې په ۲۰۱۰ ز کال کې د امريکايانو تلفات يو پر دوه وه.
اوباما زياته کړه: (( موږ دا جکړه نه ده انتخاب کړې)) اوباما يوولسم سپټمبر خپلو پوځيانو ته ور په ياد کړ او يې خبرداری ورکړ چې القاعده اوس هم دا سيمه د امريکا او د متحدينو پر وړاندې يې د ترهګرو بريدونو په موخه استعمالوي.
اوباما د جمعې په ور رياستي ارام ځای کيمپ ډېوېډ ته تللی و، کيمپ ډېوېډ غرنۍ سيمه ده او له دې ځايه نا اعلان شوي سفرونه په اسانۍ سره تر سره کېدای شي.
له سپينې ماڼۍ نه رسنۍ په دې شرط راوستل شوې وې چې حال به نه وايي. اوباما د القاعده د مشر اوسامه بن لادن چې فکر کېږي د افغانستان او پاکستان په پوله پټ شوی، تر وېډيويي پيغام دوه ورځې وروسته کابل ته راغی.
اوباما زياته کړه: که طالبان بېرته دا هېواد ونيسي القاعده په ډېرې اسانۍ سره کولای شي عمليات تر سره کړي، بيا به نو د ډېرو امريکايانو ژوند په خطر کې شي، افغانان به هم د پرمختګ او سوکالۍ چانس له لاسه ور کړي او ټوله نړۍ به له ګواښ او بې امنۍ سره مخامخ شي. خو تر هغو چې زه ستاسو سر لکښر يم نو اجازه به ور نه کړم چې دا هر څه پېښ شي.
اوباما چې په رياستي ماڼۍ کې کله له خپلې چورلکې راکوز شو نو پطلون يې په خاورو ککړ و. د سپينۍ ماڼۍ مامورين وايي چې اوباما په خپلو ځانګړو خبرو کې امريکا ته دا پيغام يوسي چې حامد کرزی او کابينه يې بايد د فساد پر وړاندې ډېر څه وکړي او په حکومت کې نظم رامنځته کړي.د اوباما د ملي امنيت Jim Jones وويل چې کرزی بايد پر دې پوې شي دا ور ته څومره اهميت لري. ايران، چين او پاکستان ته د کرزي سفرونو او د ايراني ولسمشر استقبال واشنګټن هک پک کړ. اوباما د مخالفينو پر وړاندې مبارزه وستايله او کرزي ته يې د مي پر دولسمې نېټې واشنګټن ته بلنه ور کړه.
سپينه ماڼۍ وايي چې کرزي ته د اوباما تر را رسېدو يوه ګړې وړاندې خبر ور کول شو خو د اوباما مطبوعاتي سکرتر وايي چې افغان حکومت ته د اوباما د سفر په اړه د سې شنبې په ورځ خبر ور کول شوی و.
له ۲۰۰۱ نه تر اوسه په افغانستان، پاکستان او ازبکستان کې د امريکا ۹۴۵ مړه شوي دي.
اوباما پوځيانو په خپلو خبرو کې دا هم وويل: (( موږ پوهيږو چې زموږ په مخ کې به سختې ورځې وي او کېدای شي زموږ پر وړاندې ډېر خنډونه شتون ولري. موږ له يوه ټاکلي او هوډمن دښمن سره مخامخ يو خو موږ پر دې هم پوهېږو چې متحده ايالات چې يو ځل يو شي پيل کړي همداسې يې نه پرېږدي چې سرته يې رسولی نه وي، موږ خپل ماموريت جاري سات، زه په اړه پوره باور لرم)).
اوباما د ۳۰۰۰۰ نورو پوځيانو امر وکړی تر د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي چې يو شمېر يې را رسېږي او تمه ده چې نور يې تر اوړي را ورسېږي چې د ټولو شمېر سل زرو ته رسېږي خو اوباما چې کله واک تر لاسه کړ نو په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر يوازې ۳۴،۰۰۰ و.