
روهي (دوه نۍ/ ۲۲ د لړم)، د کابل استیناف محکمې د ملي امنیت یو تن کارکوونکی د سړي تښتونې او له اختطاف شوي کس څخه د ۱۷۲زره ډالرو اخیستلو په تور په ۲۰ کاله بند محکوم کړ او د نوموړي دوه تنه ملګري یې په ۱۵ کلونو بند محکوم کړل.
پر نوموړي تور دی چې له دولتي امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو یې یاد جنایت تر سره کړی دی او د وزیر اکبرخان سیمې څخه یې یو تن تښتولی و چې وروسته یې ترې ۱۷۲زره ډالره اخیستي وو.
د نوموړي وکیل یاد تور ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې په دې وروستیو کې جنایي پیښې ډیرې شوي دي.
شنونکي وایي چې په یادو پیښو کې زیاتره د امنیتي منسوبینو لاس هم وي.