
روهي (دوه نۍ/ ۲۲ د لړم)، د پاکستان دولت وایي چې هیواد ته د افغان کډوالو بیرته لیږلو په پروسه کې له ناکامۍ سره مخ شوی دی.
د پاکستان رسمي دولتي رسنیو پر بنسټ د یاد هیواد په پلان کې ۶۴۰ زره افغان کډوال باید بیرته افغانستان ته شړل شوي وای چې په ترڅ کې یې روان کال یوازې ۱۲۵ زره کډوال بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
ویل کیږي چې دا پروسه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په پیښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي له برید څخه وروسته ډېره چټکه وه چې له زور زیاتي سره مخ وه خو د سرچینې په وینا چې روان میلادي کال له افغان مهاجرینو سره د سختیګرۍ کموالی د دې سبب شوی چې پاکستانی دولت په خپل یاد پلان کې ناکام شي.