
روهي (دوه نۍ/ ۲۲ د لړم)، د کندهار ولایت چارواکي وایي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د پنجوایي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ۳۰۳ ډوله موټر د چپه کیدو له امله ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۷ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار والي ویاند قدرت الله خوشبخت وایي چې پیښه نن د سهار په ۶ بجو رامینځته شوې ده.
ویل کیږی چې ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته لیږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي.
د کابل- هرات لویه لار چې له کندهاره هم تیریږ زیاتره وخت د ترافیکي پيښو شاهده وي چې لاملونه یې د موټر چلوونکو ناپامی او د سرک غیر سټنډرډ جوړیدل په ګوته شوي دي.