بي ګناه افغانان يواځي په خواشيني څه وكړي



له كله نه چي دريم نړيوال صليبي جنك د مسلمانو پښتنو په خلاف شروع شولو او صليبيانو په افغانستان باندي يرغل وكړلو نو دوي لومړي داسي فكر او ګومان كولو چي افغانستان يو كمزوري هيواد دي د يو څو ورځو جنګ څخه وروسته به يي مونږ د ستوني تير كړو خو ددي نه ناخبره وه چي د افغانستان نيول او اشغالول د اوسپني نيني دي چي هضمولي يي خورا ګران كار دي، خو له بده مرغه دي بدبختانو په ډير غرور سره د صليبي جنګ اعلان وكړلو او يوڅو وطن دشمنو تش په نامه افغانانو دي دشرمه ډكي مزدوري ته زړه ښه كړلو او دغلامي ځنځيريي خپلي غاړي ته واچولو او د صليبيانو غلامان شول، دغو بدبختانو غلامانو كي هغه تش په نامه پروفيسران هم شامل وه چي يو وخت كي به د حضرت عمر رض د خلافت نه غير د بل كوم راشده خلافت منلو ته تيارنه وه ، همدا به يي شعار او دهر تقرير ښكلا وه چي مونږ افغانان به عمري خلافت را ژوندي كوو او د افغانستان د ازدي نه وروسته به فلسطين هم ازادوو، اوس يي د فلسطين ازادول هيرشول بلكي افغانستان يي هم خرڅ كړلو اودكفر امام پسي ودريدل اوملت ته يي داسلام پر ځاي د مسيحيت منسوخ دين او دهغه مبلغين را دننه كړل.
دغه صليبيانود خپل ناروا يرغل شروع د افغانانو په وژنه وكړلو زمونږ د هيواد داخلي دشمنانو به ورته چغي وهلي چي بمبار كم دي او يا مو بمونه كمزوري دي او په دي به د خپل نوي صليبي بادار نه ماڼجن وه چي ولي بمبار زياتوي نه او ولي يوځل پري ايټم بم نه استعمالوي لكه هيروشيما او ناكاساكي، كنه نو كيمياوي مضر بمونه خو يي ورباندي استعمال كړي وه او اوس هم لګيا دي استعمالوي يي نو دغه بي غيرته او وطن خرڅونكو غلامانو به د خپلي غلامي ثبوتونه وړاندي كول او دابه ئي ښودله چي مونږ ته اسلام افغانيت او غيرت مهم نه دي مونږ ته يواځي ستاسي په غلامي كي يو څو شپي تيرول تر هرڅه زيات غوره دي نو هماغه وه چي د دوي بادار ددوي ددغو چغو او فريادونو په جواب كي خپل بمبار نور هم زيات كړلو او هغه قسم كيمياوي مواد يي استعمال كړل چي تر ننه پوري افغانان تري متاثره دي.
دوي په ډيره سپين سترګي عامه وژنه د مجاهدينو او داسلام او افغانيت څخه د ملاتړ كوونكو وژنه وړاندي كوي او په ډيره خوشحالي سره دا خبري كوي چي د دولت دومره مخالف جنګيالي د ايتلاف قواو ووژل خو چه بيا ښكاره شي يا يي په واده بمبار كړي وي دواده زلمي او ناوي يي په شهادت رسولي وي او په نكريزو سره لاسونه يي ورته دټول بدن په وينو سره كړي وي او د واده ارمانونه يي ورته د خاورو سره خاوري كړي وي او يا يي مسجد بمبار كړي وي او مونځ كوونكي يي په شهادت رسولي وي او يا يي كوم ځاي كي دجنازي اوچتونكي افغانان په نښه كړي وي اويا يي هم په خواږه خوب ويده ښځي او ماشومان په نښه كړي وي،او يا هم چرته دلري نه راتلونكي او يا تلونكي مسافر لاروي غلبيل غلبيل كړي وي ، نو بيا دغه ګاواكه اداره مجبوره شي چي پيښه وغندي او د پيښي ځاي ته كوم هيئت وليږي خو اوس خبره داده چي ددغه هئيت په ورتګ سره به دهغه شهيدانو يا دهغوي د كورنۍ څه تسكين وشي تسكين خو په دي كيږي چي دغه اشغالګر ووژل شي او دوي د خپل هيواد نه وشړل شي نو د كومي ورځي نه چي صليبيانو يرغل كړي او دا عامه وژنه روانه ده او دداسي كړنو څخه وروسته دغه ګاواګه اداره همدا يوه چغه كوي چي هئيت ليږو هئيت لاړ شي ځاي حالات معلوم كړي او بيرته راشي نو خبره بيرته همغه د قصاب مسئله شي لكه چي وايي كوم قصاب يو ماشوم وهلي وو نو ماشوم چي كور ته په ژړا راغللو نو پلار يي د ماشوم نه پوښتنه وكړه چي ولي ژاړي ماشوم ورته وويل چي فلاني قصاب ووهلم پلار يي د كور د خوا نه هم تهديد شي او ډير د پيغور خبري ورته وشي نو پلار يي داسي ښكاره كوي چي دا به اوس د خپل ځوي بدل ورڅخه واخلي او په ډيره غصه او قهر د كوره ووځي او ماشوم ځوي ځان سره بازار ته بوزي تر څو ورته قصاب ووهي نو چي كله پلار او ځوي بازار ته لاړ شي او ځوي ورته هغه قصاب وښي چي كوم دا وهلي دي نو چه ګوري قصاب ډير غټ وي او هم ورسره چاړي وي نو په ده باندي د ډاره تبه راشي خو د قصاب تر څنګ يو د چولو خرڅولو كمزوري كس ناست وي او خپلي چولي خرڅوي نو دا بهادر بيا خپل ځوي ته وايي چي بچيه قصاب خو دي كاكا دي خو كه غواړي چي دا چولو والا درته ووهم، نو اكثره چي دا هئيتونه بيرته راستانه شوي همدغه نظري باندي يي عمل كړي چي قصابان خو زمونږ باداران دي خو ملامته افغانان دي چي ددوي مخالفينو ته ځاي وركوي او دهغوي په نيونه كي دوي سره كومك نه كوي نو اوس خبره داده چي هغه افغانان چي دهيواد نه دفاع كوي خپل د جنك ميدان كوم بل ملك ته نقل كړي كه څنګه ، دوي د اوه سمندرونو دهغي خوا نه راغلي او د افغانانو په كورونو ننوتل خپل روا او منل شوي حق بولي او افغاني شاه زلميان په خپل كور كلي كي داوسيدو ځاي نه لري، دغه صليبيان كه افغانان وژني بشر دوست دي خو چي له دوي څخه د دغو شهيدانو بدل اخستل غواړي دهشت ګرد يي او د ژوند اواوسيدو حق نه لري، دغه هيئت وروسته دافغانانو په شهادت خواشيني ښكاره كوي او كله نا كله خو اشغالګرځواكونه هم بيانيه خپره كړي او وايي چي مونږ په دي پيښه باندي خواشيني يو دوي په څه خواشيني وي ايا په دي چي لږ شهيدان شوي بايد ددي نه هم زيات شهيدان شوي وي او هسي مصرف مو وشو او كار هغسي تر سره نه شولو د كومي چي زمونږ ارمان وو، يا مو ولي ورباندي دا واړه بمونه وغورځول ولي مو پري يوځل د هيروشيما اوناكاساكي تجربه تكرار نه كړه، خواصل كي دغه مزدوران او ددوي باداران په تمسخر سره وايي چي مونږ په دي پيښه خواشيني يو ، ځكه چي يو كس په يو كار خواشيني وي بيا هغه نه تكراروي دوي چي هره ورځ دغسي وحشيانه اعمال كوي نو ايا دوي خواشيني او په پيښه باندي خفه وي هيڅكله نه بلكي دوي خو دداسي وحشيانه اعمالو او كړنو څخه خوند اخلي او دا ورته د خپل ژوند د ښو شيبو نه ښه شيبه ښكاري نو ځكه يي تكراروي ، بده يي لا دا چي بيا د كابل اداري له خوا هغه شهيدان شو د پاره د يولك افغانيو اعلان وشي يا يي وركړي او يا نه خو په اعلان دا ښي چي د افغانانو ژوند دومره بي قدره دي او دژوند قيمت يي دغه روپي دي او ددوي ژوند هيڅ اهميت نه لرلو او د يو ځناور په شان په دغو روپيو ايتلافي ځواكونو واخستلواو دهغوي خوښه چي مړ كوي او كه هرڅه پري كوي، او كله كله اشغالګر هم د يوڅو روپيو اعلان وكړي چي د هر وژل شوي په سر د 1000 ډالره نه تر1500 ډالرو پوري تاوان وركوي ولي د افغانانو وينه دومره بيكاره وينه ده او ايا دوي سره د انسان د سر قيمت رښتيا هم همدومره دي ، نه هيڅكله نه بلكي دوي د افغانانو همدا قيمت ايښي دي كني ددوي قيمت خو زيات دي ځكه د لاكربي په هغه پيښه كي چي د ليبيا وګړي په كي تورن پيژندل شوي دي دوي دليبيا سره څه دپاسه پينځلس كاله دښمني وكړله او د هر وژل شوي امريكائي په سر يي لس مليونه ډالر وغوښتل چي په دي حساب سره د يو امريكايي د سر قيمت د لس زرو افغانانو د قيمت سره برابر راځي .
بله دا چي ايا د پيښي غندنه باندي دغه امريكايان اكتفا كوي؟ نه هيڅكله نه ځكه كله چي د يولسم سبتمبر واقعه وشوله نو د طالبانو د وخت وزير خارجه په هماغه لومړي ورځ پيښه وغندله نو بيا ولي دي امريكايانو زمونږ په بي دفاع هيواد يرغل وكړلو د هغه پيښي د قرباني په بدل كي يي زمونږ څومره افغانان شهيدان كړل او څومره يي خپلو وحشي قفسونو كي بنديوان كړل په داسي حال كي چي په هماغه واقعه كي هيڅ يو افغان لتاړ نه وو او نه د افغانستان خاوره په كي استعمال شوي وه ، هاغه شازلميان ددوي په هيوادو كي پاتي شوي او هم ددوي د ميدانونوڅخه پورته شوي الوتكي يي استعمال كړي نو بدل يي د افغانانو څخه ولي اخستل كيږي؟ او يواځي افغانستان په دي سور اور شولو چي دوي كوم كس په دغه پيښه كي ككړ ګڼلو هغه په افغانستان كي وو نو ددوي عسكر چي دغسي وحشيانه اعمال تر سره كوي ولي په زر ډالره او يا هم يواځي په خواشيني ښكاره كولو سره وبښل شي دا خو د انصاف نه ډيره لري هم ده او دافغاني دود او دستور څخه هم دا لامل دي چي افغانان مبارزي ته لا دوام وركوي ځكه افغانان هيڅكله هم خپل مړي نه خرڅوي او هغوي هميشه د پاره د بدل اخستو جوش لري نه دا چي ته مي وژنه او بيرته راته دا وايه چي مونږ خواشيني يو او افغانان به دي معاف كوي هيڅكله نه او دا سوچ دي د خپل فكر نه وباسي او ان شاء الله د دغه پاكو شهيدانو ويني به عبث نه ځي بلكي رنګ به راوړي .