
ميوند فدا
د اداري فساد د کچې په اړه نه غږيږو چې افغان دولت څومره ورباندې ککړ دی ځکه چې د عيان ،بيان ته اړتيا نشته ، پر ضد يې د مبارزې په اړه هم د څه ويلو اړتيا نه وينم .
راځم دې ته چې د افغان دولت لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي ولې او په کوم نيت دومره رشوت او بډې اخلي ؟
هر څوک اوس په دې باوري شوي چې په افغانستان هېڅ حکومت قايم او دايم نه پاتيږي او د يو حکومت په راغورځيدو د واک واګي داسې چاته په لاس ورځي چې د تېر حکومت پيشو هم نه پرېږدي ، يايې وژني يا يې جلا وطنی ته اړباسي او يا بالکل په کور د بې روزګارۍ ارږمي کوي ، ښه مثال يې د خلقيانو او پرچميانو دی چې مجاهدين ورباندې بر شول او ورپسې طالبان راغلل نو دوی د پولۍ ټک ته کېناستل او همداسې ډېر شمېر مجاهدين د طالبانو په راتګ يا فرار شول او يا بې روزګاره په کور کېناستل ، اوس دهمدغه تجربو پر بنسټ د دولت ډېر شمېر مامورين په دې عقيده دي چې نن دی که سبا دی دا وطن د زرغون شاه دی هرټيټ رتبه مامور په دې هڅه کې دی چې دومره شتمني پيدا کړي چې که خدای کول د دولت په ړنګېدو سره غربي هېوادونو ته د قاچاقي لارې پيسې ولري.
او بله ټيټه طبقه مامورين په دې هڅه کې دي چې دومره سرمايه پيدا کړي چې له تقاعد وروسته خپل ځان او خېلخانه پرې ښه ښېرازه بسيا کړي.
بله ډله يې بيا په دې مطمئن نه دي چې دا وظيفه او دا موقف چې نن پرې دی قرار لري څومره دوام به وکړي او ايا له دې وروسته به بله کومه دنده ورته پيدا شي که د خدای هيلې ته به کيني. ؟
لوړ پوړي چارواکي چې اکثره يې بهر مېشتي دي که کوم يويې بهرنۍ تابعيت نه لري او يا يې واپس کړی وي هم د غرب ماڼيو خوبونه ويني ، دوی بيا په دې لټه کې دي چې په دومره کچه شتمني پيدا کړي چې بيا د تېر په څېر په غربي هېوادونو کې باغوانی ، پنډيتوب ، د هوټل ګارسوني او داسې نور د لاس مزدوريو ته سيخ نه شي او دا ځل وکړای شي چې ښه بزنس او تجارت پر مخ بوځي ، دا ډله خطرناکه ده خو له دې لا خطرناکه يې هغه ده چې غواړي په افغانستان کې ځانونه له هرې مشروع او نا مشروع لارې که هغه د مخدره توکو قاچاق اوکرکېله ده ، که رشوت بډې او اختلاس يا د انسانانو اختطاف دی، د ځمکو غصب او داسې نور .... خو ځانونه د نړۍ په کچه که مکمل نه وي خو حداقل مېليونران کړي ، دا بيا د افغانانو د وينو زبېښل څه چې هډوکي يې هم خوري .
بله ډله بيا په دې عقيده ده چې که زرده او که ورو بهرنيان له افغانستانه پښې سپکوي نو بيا دا چانس دوی ته د پير بابا په زيارت هم لاس ته نه ورځي نو وخت يې دی ، هرچا چې ښې منګولې ولګولې هغه د ځان غم وخوړ .
بله ډله ټيټ رتبه مامورين چې په څنګ کې کوم پېژندګلوي ، ملګری او ګاونډي ګوري چې په کومه بهرنۍ موسسه يا اېنجو کې کار کوي او په ډالرو ملنډې وهي نو طبعا زور ورکوي نو هر ډول اداري فساد ته لاس اچوي .
او بل په عموم کې وايي چې روږدی ښه دی که مېرات خور ؟ چې ځوابګر يې مېرات خور ښه بولي او په روږدي لعنت وايي ،د افغان دولت بنسټ کوږ کېښودل شوی چې يو پوليس ته يې د مياشتې شپږ سوه تنخا ولګوله او همداشان نورو مامورينو ته هم .. هماغه پوليس يا بل مامور مجبور وو چې د کورواله ته نفقه پيدا کړي ،شپږسوه تنخا خو يواځې دده د نسوارو هم نه کيدې نو هاغه ؤ چې رشوت بډو او نور اداري فساد ته يې لاس واچولواو بيا دپوښتنې سړی هم نه ؤ چې اقلا د ولې نه خو ورته ووايي، بس ورباندې روږدي شول او تر ننه يې ښه په درز کې وهي اوس که تنخاګانې ورته پنځوسو زرو ته ورسوي هم ګزاره يې نه کيږي ځکه چې له روږدي مېراتخور ښه دی .