
د لومړي ځل لپار په کال ۲۰۰۰ زېږديز کال د ملګرو ملتونو له خوا د اګسټ د مياشتې ۱۲ نېټه د ځوانانو د نړيوالې ورځې په نوم په رسمي ډول ونومول شوه. له دې کړنې د ملګرو ملتونو موخه دا وه، چې په نړيواله کچه نړۍ، د هېوادونو په دننه کې حکومتونه او نورې ټولنيزې، مدندې او سیاسي ادارې د ځوانانو ستونزو، غوښتنو او بې کارۍ ته متوجې کړي.
د نړۍ په ډيری هېوادنو کې هر کال د اګسټ د مياستې ۱۲ نېټه، د حکومتي ادرو او د ځوانانو د ملاتړ د نورو ادارو له خوا لمانځل کيږي، د ځوانانو د ستونز په اړه ورکشاپونه، سېمېنارونه او غونډې جوړيږي ترڅو ځوانانو ته په لاس موقع ورکړي، چې خپلې ستونزې شريکې او له چارواکو سره يې د حل په موخه وړاندنې کامونه واخلي.
د ځوانانو نړيواله ورځ، هر کال د يو ځانکړي شعار لاندې لمانځل کيږي، هغه لويه ستونزه او د ځوانانو غوښتنه د کال شعار ګرځي، چې تر ټولو ډېره له ځوانانو سره تړلي وي. د بېلګې په ډول: په ۲۰۱۴ کې د ځوانانو د ورځې شعار (ځوانان او رواني روغتيا)، په ۲۰۱۵ کې (ځوانان او مدني ښکیلتیا يا ځوانان او مدني مشارکت)، په ۲۰۱۶ کې (2030 ته لار: د بې وزلۍ له منځه وړل او د دوامدار مصرف او تولید ترلاسه کول) او هم دا ډول په کال ۲۰۱۷ کې د ځوانانو نړيوالې ورځې شعار (ځوانان سوله منځ ته راوړي.) وو.
که څه هم په نړيواله کچه د ځوانانو څخه د ملاتړ، ځوانانو ته د کار پېداکولو، د ځوانانو د زده کړو د لوړوالي او نورو برخو کې ډېری ادارې او ارګانونه کار کوي، خو له دې سره – سره په نړيواله پيمانه او په ځانګړي ډول په وروسته پاتې هېوادونو کې ځوانان له ډول – ډول ستونزو سره هم لاس او ګرايون دي.
د سالمې بوختيا نه شتون، په دولتي ادارو کې د دندو کمه شونتيا دا ځکه چې ځوانان نوي له ښوونځۍ او پوهنتون فارغ وي او په دنده کې د کالنو تجربې شرط موجود وي، په نشه يې توکو روږدې کېدل، کورنۍ تاوترېخوالی، په کم عمر کې واده او هم يې په ځينو هېوادونو کې د غريبې له امله د ځوانۍ له عمر په تېر وخت کې واده، جګړه او نور هغه ستونزې دي چې د ځوانانو د پرمختيا پر وړاندې يې خنډونه رامنځ ته کړي دي.
افغانستان هم د نړۍ يو له هغه هېوادونو څخه دی، چې ځوانان يې په دومره لويه شمېره له ستونزو سره مخ دي، چې له هېواد څخه په تښتې اړ او په خطر لرونکو سفرونو د نړۍ د نورو هېوادونو په لور راهي دي.
که څه هم افغان حکومت په وار – وار له ځوانانو سره د مرستې او لاس نېونې ژمنې کړې، خو دا هرڅه تر ډېره د رسنيو پر وړاندې او د خبرو په ډول وي. د عمل په ډګر کې همدغه ځوانان له حکومتي دندو لېرې ساتل کيږي او که يې لاس ته هم راوړي نو د پېژندګلوۍ او پيسو د ورکړې له مختلفو لار به کار اخلي.
په افغان ځوانانو کې د زده کړو کچه ټېټه او ډېری ځوانان د لوړو زده کړو لپاره له هېواد بهر د زده کړو لپاره سفر کوي، چې له فارغت وروسته تر کلنو په کور ناست او پرته له دندې کاري تجربه جوړه وي.
په ټولنيزو رسنيو کې د ځوانانو او دندو په اړه دود، خبرې په دې ډول دي.
(د ځوان عمر ۲۵ کاله وي خو په دنده کې ورڅخه د ۲۰ کاله تجربې غوښتنه کيږي، په کور دننه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړې اسانتياوې ستون نه لري خو په دنده کې لومړی شرط ماسټري او دوکتورا وي....)
په سلګونه ځوانان په هېواد دننه د کار د نشتون له امله بهرنيو هېوادنو ته په قاچاق لارو مزل کوي، چې له رسېدو سره سم يې افغان دولت په کوربه هېواد فشار راوړي او تللي ځوانان بېرته د بې کارۍ په دنده وټاکي.
د ځوانانو د زده کړو په برخه بله مهمه خبره په کور دننه او بهر کې د ځوانانو د زده کړو مسله ده.
هغه ځوانان چې د افغانستان په پوهنتونو کې زده کړې کوي په اسانۍ سره کولی شي، چې ښې نمبرې واخلې او خپل فارغت د کدر په نمبرو او يا د سلنې په پوره کولو سره تر لاسه کړي.
بل خوا هغه محصلين چې په بهرنيو هېوادنو کې زده کړې کوي په ډېره ستونزمنه توګه د کدر نمبرې اخلي. دا ځکه چې د نړۍ په پرمختللو هېوادنو او د افغانستان د لوړو زده کړو په سېستم خورا ډېر توپير شتون لري.
خو د کدري دندو لپاره په دې خبرې فکر نه کيږي چې په کور دننه زده کړې تر سره کړې دي او يا هم له هېواد څخه بهر، بلکې دواړه ته په يوې سترګې کتل کيږي.
د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د هغه محصلينو لپاره چې په بهر کې يې لوړې زده کړې تر سره کړي او هغه محصلين چې د افغانستان دننه يې لوړې زده کړې، کوم ځانګړی مېکانېزم نه لري.
له حکومت او هغه ادارو چې د ځوانان څخه د ملاتړ په نوم نړيوال فنډونه ترلاسه کوي، غوښتنه کوو چې په افغانستان د ځوانانو هغه ستونزې چې د ژوند په هره برخه کې ورسره مخامخ دی، په جدي توګه تر پلټنې، حواري، لاس رسي او حل لاندې ونېسي. ترڅو راتلونکی نسل داسې ورزول شي چې راتلونکی يې روښانه او مثبت وي.
په همدې هيله