زمونږ ژوند او مبارزه

ګلونو کشرانو مشرانو ټولو ته بهتره معلومه ده چې ژوند پۀ سپېڅلي مبارزه سپېڅلی کیږي، او پۀ بده مبارزه ناوړي او پلیت کيږي.

هغه څوک چې ویښ زړۀ ولري، هغه اشخاص دمبارزینو پۀ کتار کې دریږي او خپل قوت او ځواک دیوې داسې مبارزي پۀ لور سوقوي چې دټولنې ښیرازي پکشې نغښتي وی.

دا د ژوند حقیقت دی چې باید دویالې مخالف لوری ته حرکت پیل کړو، نه داسي لکه مړه کبان چې د ویالې اوبه مو پۀ کوم لور وړل غواړي او هغه لور ته مو یوسي .

دلته زمونږ موخه داده چې یو څو لنډو پوښتنو ته لنډ ځوابونه لیکو او دا معلوموو چې زمونږ ژوند او مبارزه څومره اړینه او ایا نن هم د همدغې مبارزي وخت دی.

لومړۍ پوښتنه: زمونږ مبارزه باید څنګه وي، کوم هداف پۀ مبارزه کې باید ولرو ؟
دويمه پوښتنه: دغه مبارزه کله شروع کیږي او کله پای مومي؟
درېیمه پوشتنه: څنګه کولی شو د مبارزې پای ته ولاړ شو او مبارزه دځان پۀ ګټه وڅرخوو؟
دغو درېیو پوښتنو ته لنډ ځوابونه لیکم، هلیه ده چې تر پایه راسره ولاړ شئ.

د لومړې پوښتنې ځواب: مبارزه باید هداف ولري او هدفونه پکې مشخص وي، د نن مبارزه چې باید مونږ یې ولرو هغه باید دوه هدفونه ولري چې لومړې هدف دالله جل جلاله رضا، د الله جل جلاله له رضا پرته هیڅ کوم هدف نشي ترسره کېدلي.

دويم هدف: چې په نننې وخت کې سپیڅلي مبارزه یادولی شو هغه دا ده، چې د الله دمخلوق خدمت، دهغوی خوشحالۍ، ښیګڼه، بریالتوب ته خپل ژوند وقف کول، دا د مبارزې یو لویه موخه ده ، چې باید هر مسلمان یې ولري او تل د یو او بل دخدمت او ټولنېزو اړیکو دجوړښت پۀ پار دټولنې ښیرازی ته سره پۀ یو مټ راټول شي، دغه هدف دټولنیز ژوند بنسټ ایجاده وي، او که پۀ مبارزه کې دا هدف نه وی، ټولنه د ځانځانۍ پۀ مرض اخته کیږي، د ځانځانۍ مرض دټولنې ټولې ښېګڼې له منځه وړي او هر فاجر یې پۀ منځ کې دهر ظلم پلي کولو توان پیداکوي.

نو د ژوند جدوجهد یا مبارزه باید دالله له رضایت سره، زمونږ د یو او بل دسهولیت مبارزه وي، همدغه سپيڅلي مبارزه پۀ ذهنونو کې وخوځوئ او پۀ پوره شور او شوق همدې مبارزی ته رامیدان ته شئ.

د دويمې پوښتنې ځواب: د ژوند مبارزه هلته پیل کیږي چې یو څوک ژوندی احساس او ویښ ذهن ولري، دا ټولو ته معلومه ده، چې یواځي حیوانات دي چې د خپلې خیټي او ځان ساتلو غم ورسره وي. انسان چې انساني فکر ولري له هغۀ سره دټولنې دنورو وکړو غم وي، مسلمانان تر بل هر چا باید همدغې مبارزي ته ځانونه وقف کړي، ځکه چې زمونږ د ستر پيغمبر صل الله علیه وسلم سیرت دا را زده کوي، چې باید تل دیو اوبل پۀ ګټو کې سره شریک وه اوسو، او دا حدیث شریف چې فرمایي (( لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه)) ژباړه: نه دی مسلمان هیڅوک تر هغو چې خپل مسلمان ورور ته هغه خوښ نکړي کوم څه چې ځان ته خوښوي)). دا د انساني ښېګڼو دمبارزې لپاره هر مسلمان ته بسنه کوي، نو د انسان دغه مبارزه هلته را شروع کیږي، کله چې یو مسلمان ورور په غټو مشکلاتو کې ګیر وي، نور خلګ یې باید له دی مشکل څخه دخلاصون لپاره راپورته شي، او دخلاصون پۀ لارو چارو کې شپې او ورځې صبا کړي، دا مبارزه دلته شروع کیږي چې د ټولنې وګړي له ستونزو سره لاس او ګریوان وي، نن زمونږ ټولنه له سختېوو سره لاس او ګریوان ده، داسې کوم څوک به نه وي چې د ژوند پۀ سختېوو کې نه وي، نن یې وخت دی، چې مونږ ټول همدغه مبارزه پیل کړو او دټولنې ټولو ناخوالو ته ور بند کړو·

دغه مبارزه هلته باید پای ته ورسوو، څو چې مو ټولنه کې د وحشت ټغر ټول شوی نه وی، دانسان ځوروني کړۍ مو له دی ټولنې څخه شړلې نه وي، دا کار شونی دی او ډېرو خلګو کړی، او پۀ دې مبارزه کې یې دکامیابۍ تاج پر سر اخیستی.

د درېیمی پوښتني ځواب: مونږ ټول دورځې تر پايه وړ وړ فکرونه او هدفونه پۀ خپل ذهن کې ګرځوو، خو دا ټول فکرونه ممکن ساعتي وي، یا دوه ساعتي وي، خو بې معنا ځکه دي، ولې چې عملي کړنې ورسره ملګري نه وي.
همدا شان د یو انسان توانایي یا طاقت هم پۀ دې کې نه دی چې کوم کارونه یې پیل کړی دي، بلکې پۀ دې کې دی چې کوم کارونه یې پای ته او پۀ سمه توګه سرته رسولي.

د انساني همدردۍ مبارزه هم باید په عملي کړنو بدرګه شي او پۀ عملي اقدام باید لاس پوري کړل شي، او پۀ پوره طاقت پای ته ورسول شي، نه داچې دوې یا درې ورځې مبارزه پیل کړو، او کوم پرمختګ ونکړو، نو یې بېرته پریږدو او یا لاس ورڅخه واخلو، باید دا مبارزه پۀ عملي کړنو تر پایه تعقیب کړو.

نن هغه وخت دی چې "زمونږ ژونداو مبارزه" باید نن له دې ځايه پیل کړو ، پۀ ريښتني توګه دحق پۀ لور ګامونه واخلو او دیو اوبل ټولې ښیګڼې پۀ پام کې ونېسو.

او د ژوند دغه مبارکه مبارزه پۀ پوره طاقت سره پیل کړو ، دغه مبارزه هلته د ځان پۀ ګټه څرخولی شو چې پۀ پوره طاقت او همت سره یې په اقدام لاس پوري کړو، ان شاء الله چې ټول ځوانان پۀ پوخ هوډ او کلک تصمیم سره دا مبارزه پیل کړي، زۀ مطمئن یم چې مونږ به یې ګټو ، او دآخرت او دنیا نېکمرغي به زمونږ پۀ برخه وي. دا مبارزه هېڅکله هم له یاده مه باسئ! باید هر وخت یې له ځان سره زمزمه کړو، او دا سوچ وکړو چې زمونږ جنګ ځپلي وروڼه څنګه له دې جنګي محول څخه خلاصولی شو، څو چې زمونږ ژوند وي دا مبارزه باید راسره وي.