د ناټو عمومي سرمنشي وایي افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو شمېره ۱۵زرو ته لوړه شي

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېره لوړه شي.
نوموړي چې یوې خبرې غونډې ته یې خبرې کولې ویلي دي چې په افغانستان کې به د ناټو تر چتر لاندې بهرنیو ځواکونو شمېر له ۱۳زرو څخه ۱۶زرو ته پورته شي چې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره ورکولو کې به ونډه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ناټو دفاع وزیرانو غونډه په بروکسل کې پیل شوه چې د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي پکې ګډون کړی دی.
ویل کیږي چې افغانستان ته په راتلونکو بهرنیو سرتیرو کې له ۲۷۰۰ امریکایي او ۸۰۰ نور د ناټو نورو غړو هیوادونو سرتیري شامل وي.