
په ملګرو ملتونو کې میشت ایراني پلاوي د سعودي پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته مستقیم شکایت لیږلی دی.
په نوموړي لیک کې چې د امنیت شورا ته لیږل شوی دی راغلي دي چې سعودي د ایران پر وړاندې پاروونکي څرګندونې کړي دي چې ایران ته د منلو نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي ولیعهد ایران د سعودي پر وړاندې په مسقیمو جګړه ییزو تحرکاتو تورن کړی دی او ویلي یې دي چې ایران له حوثي اورپکو سره د بالستیک میزایلو مرسته کوي، خو ایران د سعودي یاد تورونه په کلکه رد کړي دي.
له بلې خوا د سعودي بهرنیو چارو وزیر په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي دي هغه بالستیک توغندی چې پر ریاض وتوغول شو ایران جوړ کړی و چې د لبنان حزب الله ډلې په یمن کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو څخه توغولی دی.