بد دې پۀ بدو، دا ښه څه شو‎ل؟

بد کار ته پۀ بد چلند ســـره ځواب ورکول، دواړه هماغه بد دی او هیڅ مثبته پایله نلري. ښه خو هغه دی چې یوڅوک درسره بد کوي او ته دبدو پۀ بدل کې ورسره ښه وکړې.

زمونږ ټولنه کې ځان ته ټول ښه اخلاق لرونکي وایوو، خو کــه یوڅوک بد راسره وکړي، مونږ هم بد ورســــره کوو، دلیل یې دا وایوو چې ((کږه خولۀ پۀ سوک سمېږي)) حالانکې دغه ناسمه او د مسلمانې اصولوخلاف کړنه ده. کږه خولۀ پۀ سوک نه پۀ دوا سمیږي، ښه اخلاق د کږې خولې لپاره دوا او علاج دی.

ښه اخلاق هغه دی چې دبد کار ځواب پۀ ښۀ چلند سره وکړئ.!
که چېرته زمونږ پۀ ټولنه کې یو بې عقل پیدا کیږي، بې عقل معنا دا چې بې اخلاقو وی، بې اخلاقو سړي طبعًا بې عقل وی، ځکه ښه تر بدو آسان او ژر کیږي.

مونږ ددی پۀ ځاي چې ددی شخص پۀ پوهه کار وکړو، هغه له ځان سره ونېسو، دهغه احساس درک کړو، هغه ته سمی کړني وښیوو، او دبدو کړنو پۀ هکله یې دی ته قانع کړو چې دا بد دی او باید له دی بدو لاس واخلي.
برعکس سره له دی چې دغه شخص بد هم بولو، خو که له مونږ سره بد وکړي، مونږ هم بد چلند ورسره کوو، دلته بیا نو داخبره تکراریږي چې "بد دي پۀ بدو، دا ښه څوک شو ".
 
د ډېرو شایسته ځوانانو او مخورو مشرانو له خولې څخه چې واورم، چې فلاني شخص ډېر بې اخلاقو دی نور ورسره څوک مه روغبړ کوي او مه هم ورسره ناسته پاسته کوی، ځوریږم او د ټولنې دی خام فکر ته زیات انديښمن کېږم. ولی د داسي ټولني اخلاق چې هغه دمحمدی اُمت پیروان دی، بیا لانور دخپګان او اندیښني خبره ده، مونږ داسي یو ستر پيشوا لرو چې پاک خدای جل جلاله هم پۀ دی ستایلي چې ورته وایې "وَإِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِيمٍ،
او بېشكه ته د لوړو اخلاقو مرتبه لرې."

دا ټولنه د داسې نبي اُمتیان دی، چې الله پاک پۀ ښایسته اخلاقو یاد کړي، او امت یې نن پۀ داسي حال کې دی، چې یو بې اخلاقه کس د اجتماعي ژوند څخه بې برخي کوي ، او دغه شخص ته نور دبې اخلاقیت درسونه ورکوي.

که مونږ محمدي سیرت ته وګورو! هغه صل الله علیه وسلم له یوې بې اخلاقه ټولنې څخه داسي ستره او داخلاقو نمونه ټولنه جوړه کړه، چې نن ورځ یې هم داخلاقیت درسونه لوستل کیږي او ټول غواړي چې هغه اخلاق خپل کړي، کوم چې د هغوی مبارکانو وو، سبب یې دا وو چې پۀ محمدي ګلبڼ کې یې د اخلاقو له ستر معلم څخه عملي زده کړي کړي وې.


او نن ورځ چې مونږ دهغه صل الله علیه وسلم تابعدار ځانونه بولو، څه شول د هغه صل الله علیه وسلم ستر اخلاق، چې نړۍ یې د ځان تابع پۀ همدې اخلاقو کرځولي وه.

هغه صل الله علیه وسلم د اخلاقو له نېمګړو خلګو سره داسي کول لکه نن چې مونږ یې کوو، نه هیڅکله هم نه؛ هغه صل الله علیه وسلم هغه شخص ته زیاته پاملرنه کوله کوم څوک چې به د اخلاقو له خوږ نعمت څخه بې برخې وو، دبې اخلاقو شخص احساسات یې لېدل، د هغه له ذهن سره سم یې قراني خلاقتونه پکې پنځول، او له قراني لارې سره سم یې دهر شخص غوښتنو ته ځواب وایه.!

که مونږ هم غواړو چې همدغه لار تعقیب کړو، راځئ! وګورو چې دغه رویه څنګه او چېرته موندلي شو، نو د الله سپیڅلي کتاب ته ورځو، ګورو چې الله همدغه ستر پیغمبر صل الله علیه وسلم ته کوم راز ور ښودلي وو، نو خپله یې له مبارک کتاب څخه وینو ، چې مهربانه الله خپل نبي ته ښودلي ده " وَلَا تَسْتَوِى الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدٰوَةٌ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌ. ژباړه: او [اې پېغمبره (ص)!] نېکي او بدي يو شانته نه دي؛ ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) چې ستا سره چې د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دې لكه صميمي دوست ګرځېدلى دى.
(سورة فصلت ایات ۳۴)

دغه سپیڅلي راز که مونږ هم په خپل ژوند کې پلی کړو، پایلې به یې ووینو چې هیڅ کوم دښمن به ونه وینو. د بد کار ځواب باید په ښه ځواب سره ورکړو ، او دا هېر کړو چې وایې "کږه خولۀ پۀ سوک سمیږي" که مونږ بیا هم بد په بدو سره ورکوو، نو دا ښه به چېرته پیدا کوو.!