جاپان پر شمالي کوریا نور بندیزونه هم لګولي دي

د جاپان حکومت پر شمالي کوریا د بندیزونو په نوملړ کې ۹ شرکتونه او ۲۶ کسان نور هم ور اضافه کړي دي.
د جاپان د وزیرانو شورا مشر ویلي پر شمالي کوریا یې نور بندیزونه هم لګولي دي، چې ۹ شرکتونه او ۲۶ کسان په کې شمال دي. له دې وړاندې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه په دغه هېواد کې د شمالي کوریا پر درملو د بندیز خبر ورکړی و.