ټرمپ: د شمالي کوریا له مشر سره لیدو ته تیار یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسیایي هېوادونو ته د خپل سفر پرمهال ویلي، د شمالي کوریا له رهبر سره لیدلو ته تیار یم.
ټرمپ له انټر فاکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي غواړم د خپل سفر پر مهال د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره وګورم، چې په دې کې کیدای شي د شمالي کوریا مشر هم شامل وي او لیدو ته یې پوره تیاری لرم.
دغه خبرې وروسته تر هغه کېږي، چې په ځلونو د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته سپکې سپورې خبرې کړې دي. په دې وروستیو کې د شمالي کوریا مشر ډونالډ ټرمپ ته د لیوني او عمر خوړلی کس خطاب کړی و. دغه راز د امریکا ولسمشر کیم جونګ اون د واړه راکېټي سړي په نوم یاد کړی و او ویلي یې و، چې که له شمالي کوریا څخه امریکا ته کوم ګواښ پېښ شي دغه هېواد به له خاورو سره خاورې کړي.
شنونکي وایي د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې د هغه د پخوانیو ټوېټونو خلاف دي، چې ویلي یې و د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن بس دی، چې د شمالي کوریا د مسلې د حل لپاره خپل وخت مصرفوي.